کور / تازه خبرونه / كندهار: شپنيو عملياتو خلګ په غوصه كړي دي .

كندهار: شپنيو عملياتو خلګ په غوصه كړي دي .

په كندهار كي يو ځل بيا شپنيو عملياتو د خلګو غوصه راپارولي ، تيره شپه د كندهار ښار د شپږمي حوزي په سيمه كي كورنۍ او بهرنۍ ځواكونه د شپي له لوري كورونو ته اوښتي او ددو كسانو تر څنګ يي قيمتي شيان وړي دي
د كندهار ښار لويديځ لوري ته د ماله جات د پښتون باغ د سيمي يوه ډله غوصه ناكه خلګ چي د خبريالانو په تمه ولاړ او خبريالان يي هغه كورنو ته بوتلل چي ددوي په خبره كورنيو او بهرينو ځواكونو تيره شپه ناوخته د علمياتو پرمهال يو كس د مسجد ملا امام چي د همدي سيمي اوسيدونكي وو د يو ورور سره د كوره ايستلي او بيولي دي ددوي په خبره چي د شپي د عملياتو پرمهال د كورنو د لټولو سره ترڅنګ خلګ وهل سوي او زورولي هم دي .
په سيمه كي د سردار محمد او محمدرسول پر كورونو د شپي عمليات سوي دوي وايي چي د شپي ډير ناوخت وو او دوي نا خبره وه چي ناڅاپه يي پر كور عمليات وسوه .
محمد رسول وايي (( د شپي بيده وو چي ږغونه سو ، خارجيان او افغانان عسكر وه د خوني يي را وايستلو كڅوڼي يي په سر را واغوستي او ديوال ته يي كښينولو نور نه يو خبر سوي چي دوي څه وكړه اخر چي مو وكتل زما دوه زامن چي يو په همدي كلي كي د مسجد ملا او بل خياط وو خاري جان بوتل ، موږ هيڅ ګناه نده كړي او نه موهم تر اوسه ددولت پر ضد څه كړي غريب خلګ يو زموږ غم دي وخوړل سي او په موږ دي څوك كار نلري ولي چي موږ تر اوسه په چا كار ندي درلودلي )) .
خو د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي عمليات يوازي افغان ځواكونو د كره معلومات له مخي تر سره كړي
فيصل وايي ځيني وختونه معلومات صحيح نوي په خبره يي چي د نيول سوو كسانو څخه دامهال پوښتني رواني دي كه بي ګناه وه ژر به خوشي سي .
په ورته وخت كي د سيمي قومي مشران هم وايي چي دوي ته د بهرنيو ځواكونو شپني عمليات د منولو وړ ندي او كه يي بنديان خوشي نه سوه نو په پراخو لاريونو به لاس پوري كړي .
ولسمشر كرزي هم په خپلو بيلابيلو وينا وو كي بهرني ځواكونه د شپنو عملياتو څخه بند كړي او غوښتنه يې كړې چي بهرنۍ ځواكونه دي د معلوماتو د تر لاسه كولو پرمهال افغان خاص ځواكونه په جريان كي واچوي . څو عمليات افغان خاص ځواكونه تر سره كړي .