کور / تازه خبرونه / په کندهار کي ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي

په کندهار کي ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي

د کندهار ولايت په ختيځه برخه کي د بهرنيو کونسلګريو او ډيپلوماټانو لپاره په سهېل کي د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ لخوا ځانګړې ډيپلوماټيکه ساحه جوړيږي.
په سهېل کي د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ رئيس ښاغلى عبدالنافع ثنا نن دولايت مقام د رسنيو په مرکز کي په يو مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو ته وويل چي يو شمېر هيوادونه غواړي چي په کندهارولايت کي کونسلګري ولري خو د امنيتي ستونزو له امله دې کار ته زړه نه کوي. نوموړي وويل چي دا مهال دوى د عينو مېني په ښارګوټي کي (٨٠) جريبه مځکه لري او پلان لري چي هلته د يادو هيوادونو د کونسلګريو لپاره يو ځانګړۍ ځاى جوړ کړي چي په دې سره به پرتې ستونزي حل سي.
ده وويل چي په پام کي لري څو دکندهارهوايي ډګرڅخه د VIP سالون چي د بهرنيو چارو په رياست پوري اړه لري ، خپل رياست ته اتقال کړي او استفاده ځيني وکړي.
ښاغلي ثنا وويل چي په کندهار کي د تجارت او صنعت د ودي او پرمختګ په برخه کي لا هم څه ناڅه ستونزي موجودي دي او په خبره يې چي د حل لپاره به يې د ولايت مقام او نورو اړوندو اداراتو سره په ګډه کار کوي.
ده دغه راز وويل چي د بهرينو چارو وزارت په همکاري به په دغه ولايت کي د هغو ځوانانو لپاره چي بهرنيو هيوادونو ته د زده کړي لپاره ځي، په نږدې راتلونکي وخت کي به دوي ته د انګليسي ژبي د زده کړي کورسونه داير کړي څو په دې برخه کي، د بهرني هيوادونو ته د تلونکو ځوانانو ستونزي حل سي.
هغه دخپلو خبرو په پاي کي وويل ، دا چي دکندهار ولايت د يو بل هيواد سره پوله لري او همدارنګه په دې ولايت کي د يوشمېر بهرني هيوادو کونسلګرياني او ډيپلوماټان شتون لري، نو غواړي چي دلته د بهرنيو چارو يوه عمومي نمايندګى پرانيزي.