کور / تازه خبرونه / غزني : اووه تنه وسله وال طالبان ووژل سوه

غزني : اووه تنه وسله وال طالبان ووژل سوه

د غزني ولايت امنيتي چارواکو، په دغه ولايت کي د اوو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدلو خبر ورکړ.
په دغه ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لېوا وياند، نظيف سلطاني وويل، چې نن سهار په مقر او ګيلان ولسواليو کې، اووه تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د ده په وينا، لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ په قبرغه کلي کې، د ملي اردو او وسله والو طالبانو د وسله واله نښته وه، چې په پايله کې يې درې ته وسله وال طالبان ووژل سول او يو موټرسايکل يې هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغی؛ خو د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله پکې وانه وښته.
ده زياته کړه، چې دغه راز بله پېښه هم د ګيلان ولسوالۍ په رسنه کلي کې هغه مهال وسوه، چې څلورو تنو طالبانو غوښتل، د سړک تر غاړې يو ماين خښ کړي، چې خپل ماين يې پرې چاودلی دی او څلور واړه يې وژلي دي.
وسله والو طالبانو په دي اړه تر اوسه څه ندي ويلي