کور / تازه خبرونه / كندهار: د موټر بم چاودنې د كوټي شورا پلان كړي وي .

كندهار: د موټر بم چاودنې د كوټي شورا پلان كړي وي .

د كندهار د عينو مېني په ښارګوټې كي د موټر بم دوو غبر وګو چاودنو ۷۳ كسانو ته مرګ ژوبله اړولي .
د کندهار امنتي او ولايتي چارواکي وايې چې د تيري شپې خونړۍ چاودني د پاکستان هيواد په مرسته په کوټه کې د طالبانو د شورا له لوري پلان سوي وي .
چاودني موټر بم او ځانمرګي وې چې تېر ماښام اووه نيمي بجې د کندهار ښار په عينو ښارګوټي کې وسوې .
د چاودنو له امله د څلورو پوليسو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي وژل سوي او د اتو پوليسو په ګډون ۶۴ تنه چې د لسو په شاوخوا کې يې ماشومان دي ټپيان سوي .
د كندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د كوټي شورا يوه مياشتي وړاندي پر دي پلان كار كړي .
كه څه هم د چاودني وروسته د پوليسو له لوري سيمي ته خبريالان پري نه ښودل سوه خو په ميرويس روغتون كي په پيښه كي ټپي كسان وايي چي دوي عينو مېني ته د تفريح لپاره تللي او د ماښام د لمانځه وروسته يي په سيمه كي دوي زوروري چاودني وسوي چي نور په ځان ندي پوهيدلي ز
په ورته وخت كي د كندهار ميرويس روغتون ته د ټپي سوو كسانو د كورنيو غړو په روغتون كي په خورا بي صبري سره خپل د كورنۍ غړي لټول .
په كندهار كي د عينومېني ښارګوټۍ چي نسبتا نورو ميله ځايونه ته باامنه دي د هري ورځي ترڅنګ د جمعي په ورځ په زرګونه ميله وال د تفريح په ډول پكښي وخت تيره وي .
ياد ښارګورټي كابو لس كاله مخكي د ولسمشر د ورور محمود كرزي له لوري جوړ سو .
يو شمير امنتي چارواكي د تيري شپي چاودني د پاكستان په لمسون بولي او زياتوي چي مخالفين غواړي په دي ډول بريدونو سره په ميله او خوندي ځايونو كي داډول كړني تر سره كړي .