پېښور:په خېبرپښتنونخوا کې گټونکي گوندونه دايالتي حکومت لپاره په خبرو بوخت دي او دتحريک انصاف ،دافتاب شيرپاوو پر مشرۍ وطن قومي گوند اودجماعت اسلامي او ٧ خپلواکوکانديدانو ترمنځ خبرې بريالۍ شوې دي چې له مخې به يې د تحريک انصاف سره اعلى وزارت او ايالتي اسمبلۍ وياند څوکى وي ،قومي وطن گوندسره به ايالتي اسمبلۍ وياند دمرستيالۍ څوکۍ او دوه وزارتونه ،او جماعت اسلامي سره به دماليي ،تعليم او عشرزکات دري وزارتونه وي