کور / تازه خبرونه / روزګان: په بېلابېلو پيښو كي شپږو كسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

روزګان: په بېلابېلو پيښو كي شپږو كسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ارزګان ولايت کې د جلا جلا پېښو پر مهال شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
لمړۍ پيښه تېره شپه د ګيزاب ولسوالۍ د خلج په سيمه کي پر دوو تنو ماين ښخوونکو خپل ماين چاوديدلی دی او دواړه وژل سوي دي .
په همدې سيمه کي تېره ورځ يو کرونده ګر په خپله کرونده کي ښخ سوي ماين وژلی دی .
ها خوا په ګيزاب ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د دولت سره د تړاو په تور د چوري ولسوالۍ يو اوسيدونکی وژلی او تېره ورځ يې جسد موندل سوی دی .
د دې سره په خوا کي د مرکز ترينکوټ اړوند د ککرک په سيمه کي وسله والو طالبانو يو ملي پوليسو په ډزو ټپي کړی دی او تر پيښي وروسته د عملياتو پر مهال يو بريدګر وژل سوی دی .
د مرکز ترينکوټ د کلا نو په سيمه کي پوليسو يو ماين ښخوونکی هم ژوندی نيولی دی .
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د يادو پيښو د پخلي تر څنګ وايې چې د ټولو پيښو په اړه پلټني رواني دي .