په ژړي ولسوالې كي د سړك غاړي د ماين چاودني دري كسه بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه تېره ورځ ورځ دكندهار ولايت د ژړي ولسوالې د اشغو په سيمه كي د بهرنيو سرتېرو پر موټريز كاروان سوې .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل د پيښي پخلې كوى او وايې چي په پېښه كي درې كسه بهرني سرتيري وژل سوي دي .
ايساف ځواكونو هم په جنوب كي د خپلو درو سرتېرو د وژلو خبر وركړي خو د هويت په اړه يي څه ندي ويلې .
ځيني سرچيني وايي چي په پيښه كي د درو بهرنيو سرتيرو د وژل كيدو ترڅنګ دوه كسه بهرنې سر تېري تر پيښي وروسته لادركه سوي چي په سيمه كي يي په اړه پلټني پيل سوي دي .