په ننګرهار کې دفلمي ستورو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د بشرمل شان لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د لسو فلمي ستور او خپلواکو ژورنالستانو يوې لوبډلې په ګډون درې اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کرکټ په لوبغالي کې پيل شوې وې.
ددغو سياليو په لړ کې معشوق شاداب او بشرمل شان لوبډلو پاى لوبې ته لاره پيداکړې وه، چې پاى لوبه د سلګونو نندارچيانو پر وړاندې ترسره شوه.
په وروستۍ پړاو سيالۍ يا پاى لوبه کې لومړى توپ وهنه د معشوق شاداب لوبډلې وکړه، د نهو لوبغاړو په سوځېدو په دولسو اورونو کې دوه نوي منډې سيالې لوبډلې ته هدف وټاکه.
دغه هدف ته بشرمل شان لوبډلې په ډېرې اسانې سره ځان ورساوه ، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په لسو اورونو کې د معشوق شاداب لوبډلې لخوا ورکړل شوى هدف پوره کړ، او د سولې جام يې خپل کړ.
دغه سيالۍ د سولې په نوم پيل شوې وې.
د پاى لوبې غوره لوبغاړى محمد يوسف ونومول شو.