په هلمند كي دوو چاودنو ۶ كسه ملكي كسان وژلې او ددو محلي پوليسو په ګدون يي لس تنه ټپيان كړي دي .
نن سهار د موټر سيكل بم چاودني ددو محلي پوليسو په ګډون ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واړول .
لومړي چاودنه د موټر سيكل په ذريعه د ګرمسير ولسوالې په يوه ميله ځاى كي سوى .
د هلمند د امنيه قومانداني وياند شاه محمود اشنا وايي چي په پيښه كي ۳ كسه ملكي وژل سوي او ددوو محلي پوليسو په ګډون ۹ كسه ټپيان سوي دي .
اشنا وايي چي د سيمي خلګ ځيني ټپيان په خپل سر كورونو ته وړي چي وروستي معلومات بيا ورسته خبريالانو ته په واك كي وركول سي .
د يو بل خبر له مخي نن سهار شپږ بجي د هلمند ولايت د مارجي ولسوالي د سيستاني په سيمه كي د ملكي خلګو ټونس موټر د سړك د غاړي په ماين ختلي .
د هلمند د امنيه قومانداني مطبوعاتي دفتر وايي چي په پيښه كي دري تنه ملكي كسان وژل سوي او يو بل ټپي سوي دي .
د پيښي مسوليت لا تر اوسه چا په غاړه ندي اخيستي .