د وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې عمليات کړي او په پايله کي ئې دوه وسله وال نيولي .
چارواکي وايي چي ياد نيول سوي کسان يو ميروېس او بل هدايت الله نومېږي چي دواړه د يوې کورنۍ غړي دي .
چارواکي وايي چي دا عمليات د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري د دې ولايت په يوسف خېلو سيمه کي سوي او ياد کسان ئې په پايله کي نيول سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.