کور / تازه خبرونه / کريس کارټر د ولايت مقام د مرستيال سره وکتل

کريس کارټر د ولايت مقام د مرستيال سره وکتل

د سميزي حکومتداري ياASGP) (تخنيکي مشاور د ولايت مقام د مرستيال سره وليدل
د سميزي حکومتدارۍ تخنيکي مشاور نن د ولايت مقام د مرستيال عبدالقديم پتيال سره د ده دکار په دفتر کي وليدل. د يادي ادارې مشر ښاغلى کريس کارټر په خپلو خبرو کي وويل چي د دې ليدني څخه ئې هدف دا دئ څو د خپلي ادارې د کارونو او فعاليتونو په اړه د ولايت مقام سره خبر ي وکړي.
په دغه ناسته کي ښاغلي پتيال د يادي ادارې ترسره سوي کارونه او فعاليتونه وستايل او د دوى څخه ئې وغوښتل چي د يادي ادارې دکارونو دلا ښه پر مختګ لپاره نور کارکونکي هم په کارونه وګوماري.
هغه زياته کړه چي د سيميزي حکومتداري اداره همدارنګه د ځوانانو د مهارتونو د روزلو په برخه کي ګټور پروګرامونه پلي کړي څو د دې سيمي دځوانانو له پاره ګټه و رسوي.