نن د کندهار ولايت مقام له خوا د ارغسان اولسوالي د پرونۍ پېښي د ټپيانو سره د نقدي پيسو مرسته وسوه.
د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال نن د پرونۍ پېښي د ټپيانو سره د عيادت له پاره ميروېس روغتون ته تللى وو، چي پر دوولسو زخميانو يې د نقدي پيسو د ويښلو ترڅنګ د يادو زخميانو د روغتيايي حالت پوښتنه وکړه.
د يادوني وړ ده چي تېره ورځ( دو شنبې) د کندهار ولايت دارغسان په اولسوالي کي د سړک د غاړي دماين د چاودني له امله چي لس اولسي وګړي وژل سوي ول او ١٣ نور ژوبل ول .
د يادوني وړ ده چي د تېري ورځي د پېښي مسئوليت لا تر اوسه چا نه دئ منلى .