د کندهارولايت د اوبو لګلو رئيس انجنير شير محمد عطاي نن په يومطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانو ته وويل چي په روان کال کي پلان لري څو د دهلې پر بند باندي د بيا رغوني کارونه پيل کړي او دغه بند بيرته ترميم او استنادي دېوالونه يې لوړ کړي. د ده په خبره دا مهال، د کلونو په تېرېدو سره د دغه بند زېرمه ۴۰ سلنه له خټو او رسوباتو ډکه سوې، او د اوبو د زېرمه کولو کچه هم په همدې اندازه راکښته سوې ده. نوموړى وايي چې ډېر ژر به ددغې ستونزې د له منځه وړلو په موخه د دهلې د بند پرمختیایي چارې پیل کړي.
ښاغلی شېرمحمد عطایي وایي چې ددغې پروژې ۷۰ سلنه لګښت د امریکا د متحده ایالاتو او پاته نور یې د افغانستان د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي. د دهلې بند د افغانستان په سهېل کي دوهم لوی بند دئ، چي د کندهار ښار سربېره ددغه ولایت او اولسوالي يو، ميوند، ارغنداو، شاه وليکوټ، دامان، ډند، پنجوايي، او ژړۍ مځکي خړوبوي.
نوموړى وويل چي د دې ترڅنګ پلان لري څو دارغنداو، سپين بولدک ، دامان رودونه او د زوړ پاتاو، باباصاحب او دنوشجان کانالونه ترميم او جوړ کړي څو پرتې ستونزي له منځه ولاړي سي.