کور / تازه خبرونه / كندهار: چاودني ۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .

كندهار: چاودني ۲۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .

په کندهار کې د سړک د غاړي ماين چاودني دوه ويشتو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه چي د سړک د غاړي ماين وو نن غرمه مهال دوولس بجې د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو تر منځ د وام درې په نوم سيمه کې د ملکي خلکو پر بايفور ډوله موټر وسوه .
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې په دې پېښه کې دريلس تنه ملکي وګړي چي لس تنه يې ښځي او ماشومان دي وژل سوي او نهه كسه چې ټول ښځي او ماشومان دي ټپيان سوي دي .
هغه وايې چې ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو چې ښکار يې ملکي وګړي سوه .
وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه ندي ويلي