د كندهار د پنجوايي ولسوالي امنتي چارواكو د نهو وسله والو طالبانو د نيولو خبر وركړ .
د كندهار ولايت د پنجوايې ولسوالې سميز امنتي چارواكي وايې چي تيره ورځ يي د تر لاسه سوو معلومات پر مهال د ناخوني په سيمه كي عمليات كړي چي د وسله والو طالبانو ۹ كسيزه ډله يي چي بيلا بيل فعاليتونه يي كول نيولي دي .
د پنجوايي ولسوالي امنيه قوماندان سلطان محمد وايي چي د نيول سوو كسانو سره وسلي هم نيول سوي او په پاكستان هيواد كي د تاوتريخوالي لپاره روزل سوي وه .
نيول سوي كسان وايي چي په پاكستان هيواد كي مهاجر افغانان په زور په افغانستان كي جهاد كولو ته هڅول كيږي او د پاكستان په بيلابيلو برخو كي يې ښكاره د ځانمرګو بريدونكوو د روزلو مركزونه فعال دي .
نيول سوو كسانو د رسنيو سره په خبرو كي وويل چي پاكستاني طالب قوماندان د سرحدي فرعي لارو څخه چاوديدونكي توكي ، د ځانمرګي بريدونه واسكټونه او وسلي را اړه وي او دلته يي په بيلابيلو سيمو كي خپلو روزل سوو كسانو ته وركوي څو تر ګته واخلي .
بايد وويل سي چي د ملي پوځ چارواكو هم د كندهار ولايت په پنجوايي او ډنډ ولسواليو كي د يوه طالب قوماندان په ګډون د اتو وسله والو طالبانو د نيولو او يو بل كس د ټپي كيدو خبر وركړي .