د ملي فوځ چارواکي وايي چي د کندهار په پنجوايي او ډنډ ولسواليو کي يي د يوه طالب قوماندان په ګډون اته وسله وال نيولي او يو تن يي د جګړي پر مهال ټپي کړی دی .
د ملی دفاع د وزارت څخه خپره شوي خبرپاڼه وايې چې سرتيرو يې تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په بيلابېلو سيمو کې عمليات کړي دي چې پر مهال يې څلور وسله وال طالبان د څلور عرادو موټرسيکلونو ، دوه ميله پيکا او څلور ميله کلاشنکوفونو سره يو ځای نيولي دي ، خبرپاڼه وايې چې د ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې ۲۵ حلقې ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي .
په خبرپاڼه کې ويل سوي دي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتيرو په ډنډ ولسوالۍ کې هم عمليات کړي دي چې پر مهال يې د سلطان محمد په نوم د وسله والو طالبانو يو قوماندان او د هغه دوه ملګري نيول سوي دي .
خبرپاڼي د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ماين د چاودنۍ له امله د ملي اردو د يوه سرتيري د وژل کيدو خبر هم ورکړی دی .
وسله والو طالبانو د دې ادعاوو يه اړه څه نه دي ويلي .