بهرنيو سرتيرو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي دوه كسه وژلي او دري نور يي د ځا ن سره وړي دي .
پيښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ د ناګهان د کلي او کندهار ښار په دوه لاره کې رامنځ ته سوې ده .
سيمه ايز اوسيدونکي وايې ، پيښه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي بهرنيو سرتيرو د ګزمي پر مهال د يوي ډلې ځوانانو چې ناست وه د پلټني هڅه وکړه ، وروسته دوو تنو وځعستل چې د بهرنيو سرتيرو له لوري په نښه او په ډزو ووژل سوه او درې تنه نور بهرنيو سرتيرو له ځان سره بوتلل .
سيمه ايز اوسيدونکي وايې چې ياد کسان د وسله والو سره هيڅ راز تړاو نه لري .
د ارغنداب ولسوال شامحمد احمدي هم د پيښي پخلی کوي او د سيمه ايزو اوسيدوکو په حواله وايې چي ياد کسان ملکي وګړي دي .
ولسوال وويل چې د يادي پيښي په اړه يي پلټني پيل کړي دي خو تر اوسه د بهرنيو سرتيرو له لوري وړل سوی کسان نه دي موندل سوي .
ارغنداب کندهار ښار ته نژدې پرته ولسوالي ده چې واک يې شپږ مياشتي مخکي افغان ځواکونو ته سپارل سوی دی .