په وردګو ولایت کې یو وسله وال طالب قوماندان له چاودیدونکو توکو سره یوځای ونیول شو.
د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره ورځ د ځآنګړو افغان ځواکونو
عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په چین زای سیمه کې یو
وسله وال طالب قوماندان له څلویښت کیلو چاودیدونکو توکو سره یوځای ونیول
شو.
دغه وسله وال طالب قومندان چې اسدالله نومیږي او دحاجي اسلام زوی
دی،غوښتل یې د یادو چاودیدونکو توکو په وسیله په دغه ولایت حکومت ضد کړني ترسره کړي چي مخکي خپل هدف ته تر رسېدو ونيول سو.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.