کور / تازه خبرونه / دجرمني لمړي وزیره په ناڅاپی سفرافغانستان ته ورسیده

دجرمني لمړي وزیره په ناڅاپی سفرافغانستان ته ورسیده

دخبری سرچینوله مخي دآلمان دفدرالي جمهوریت لمړي وزیره مېرمن مېرکل نن په یوه ناڅاپي سفردافغانستان شمالي ښارمزار شریف ته راورسیده ،اوسمدستي دجرمني پوځویانومرکز ته تللي،چي له خپلوپوځیانوسره له نږدي وګوري.له نوموړې سره د جرمني ددفاع وزیر هم دې سفر کې ملګری دی.جرمني له امریکا اوبرتانیا وروسته دریم هېواددی، چې په افغانستان کې تر نورو زیات پوځیان لري. دهغه هیوادپوځیان دافغانستان په شمالي ولایتونوکي میشت دي.
افغانستان کې دمیشتوجرمني پوځیانو شمېر (۴۴۰۰ )کسانو ته رسېږي چي( ۵۴) تنه یی په افغانستان کي دمخالفونوسره په جګړه کي وژل شوي دي. دجرمني هیوادافغانستان دپرمختیايي پروژواوبیارغوني لپاره په سل ګونومیلیونویورومرستي کړیدي،چي وروستي مرسته یې افغانستان ته د(۹۷)میلیون یوروورکول شاملي دي .داسي اټکل کیږي چي میرمن میرکل به دحامدکرزی اودافغان لوړپوړوچارواکوسره دخبرو لپا ره کابل ته هم ولاړه شي.