کور / تازه خبرونه / دافغانستان په یوه بانک کي تیرکال دامریکا (۵۰) میلیونه ډالرورک شول

دافغانستان په یوه بانک کي تیرکال دامریکا (۵۰) میلیونه ډالرورک شول

دامریکادمتحده ایالاتودبودیجي څخه دنړیوال بانک لخواه دافغانستان بانک ته دبانکي حساب دلیږدوني پرمهال ناڅاپه دپنځوسومیلیونوډالروپه بیه دافغانستان دیوه بانک څخه دغه پیسي غلا شوی دي. دغه مطلب دافغانستان سره دبیارغوني اومرستولپاره په امریکاکي دڅيړنواوپلټنوداداري مشر(جون سپکو)څرګندکړی .
هغه وایې چي (۵۰) میلونونه ډالره افغانستان ته دبانکې حساب وروسته ناببره ورکي شويدي. جون سپکو په دغه پیښه کي دافغانستان دولت ملامت ګڼي چي په سپینه ورځ په افغانستان کي دنړیوال بانکي سیستم پرضد دغلوددرغلیومخه نه نیسي. سپکودچهارشنبه په ورځ رسنیو ته وویل، چي موږ مجبوره یوافغانستان ته دپیسو دلیږدوني بانکي حسابونه دیوي لنډي مودي لپاره وځنډوو. دهغه په وینا د(۵۰۰۰۰۰۰)ډالرودورکیدو په اړه دامریکا څارنوالي اوعدلي ارګانونوخپلي پلټني پیل کړیدي،اودهغوپلټنو په اساس موږ دافغانستان لویه څارنوالي ته هم خبرورکړي چي دلیږلوپیسوپه باره کي مالومات راکړي ،موږدڅومیاشتوراهیسي دغه موضوع په رسمي توګه دافغانستان لويه څارنوالي ته وړاندی کړله ،ولي متآسفانه تراوسه پوري په دي هکله موږ ته کوم خبرنه دی راغلي اوپه دي اړه هیڅ کوم ګام نه دي پورته شوي.
جون سپکودغه راز دافغانستان دبیارغوني او دافغانانو سره دمرستو ضرورت ته ګوته ونیوله چي دافغانستان دولت دنوو پروژو دپلي کولولپاره ودغه پیسوته ترهرڅه ډیر ضرورت درلودي. ولي په خواښیني سره بایدووایم چي دغه کار ترسره نشو.په پای کي دامریکا دغه لوړپوړی چارواکی زیاته کړه ،چي دافغانستان سره دبیارغوني اومرستندویه لړۍ به دلږوخت لپاره وځنډیږي اوموږ به پرکابل فشارراولوترڅودورکوشووپیسودرک ،پرک مالوم کړواودراتلونکومرستوپه ویشلوکي به هوښیاراوپابنده اوسوو.