کور / تازه خبرونه / په ولسي جرګه کي دوووکیلانوپخپلو منځوکي سره وډبول

په ولسي جرګه کي دوووکیلانوپخپلو منځوکي سره وډبول

ولسي جرګه: دافغانستان دملت کور (پارلمان)څخه راغلي خبر وایې ،چي نن دولسي جرګي دوووکیلانودمالیي وزیر زاخیلوال داستیضاح پرموضوع باندي لمړۍ لفظي شخړه وکړه اوبیاوروسته دزورآزمایې ډګر ته راووته. د غه شخړه دهرات ولایت دخلکواستازي احمد بهزاداودکاپیسا ولایت داستازي اقبال صافي ترمنځ رامنځته شوه.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده مخکي دمالیه وزیرحضرت عمر زاخیلوال ځیني وکیلان دمخدروتوکواوشرابو په خرڅولوکي ګرم وبلل .وروسته وکیلانودمالیي وزیردمختلفودلیلونوله مخي داستجواب لپاره غونډي ته را وغوښتي خو هغه دولسي جرګي غونډي ته رانغلي .
نن دولسي جرګي غړودمالیي وزیرداستیضاح موضوع تر بحث لاندي ونیوله . ولي دډیروناندریووروسته وکیلان کومي ځانګړي نتیجي ته ونه رسیدل اولفظې شخړه ددوووکیلانو په فزیکې شخړه بدله شوله.
دیادوني وړده چي دافغانستان دپارلمان غړوڅوځله پخپولوکي لفظي اوفزیکي شخړي کړي دي، چي دبوټونواوبوتلانو په ویشتلوسره یې یوپربل باندي بریدونه هم پیل کړی دي .په دغه بریدونوکي دپارلمان ښځینه وکیلاني هم شاملي دي.