په وردګو ولایت کې د نږدې اوه میلیونه افغانيو په مالي لګښت د لویو لارو د تخریب شویو سړکونو د ترمیم چارې بشپړې شوې .
په وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار لویې لارې د تخریب شویو سړکونو د جوړولو چارې د روانې میاشتې په دولسمه نیټه پیل شوې او نن ( چهارشبنه) د شپږ میلیونه اوه سوه شپږاتیا زره نهه سوه افغانيو په مالي لګښت له جوړولو وروسته پای ته ورسیدې .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي په لارښوونه دغه چارې لومړی د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه د دې ولایت تر دورانیو سیمو پورې ترسره شوې چې په ترڅ کې د لویې لارې څوارلس تخریب شوي سیمې جوړې شوې.
همدا راز د سړک جوړونې په دغه لړۍ کې د دوراني سیمې څخه تر تورو تیږو سیمې پورې چې شپږ کیلومتره په اوږدوالې ساحه ده،تخریب شوی سړک ترمیم شو.
د تورو تیږو له ساحو څخه تر قعله حیدخان ساحې پورې د تخریب شویو نقطو قیر ریزي کولو د پنځه څلویښت ټن اسفلتو په حجم سره هم ترسره شو.
په همدې لړۍ کې د فوائد عامې ریاست له لورې په یاده لویه لاره شپاړس بند شوي پلچونه پرانستل شول او همدا راز یې د دولس مترو په اندازه سړک ته څیرمه نړیدلې ویالې هم جوړې شوې.
د وردګو والي ښاغلی عبدالمجید خوږياڼی سربیره پردې چې د دغه ولایت د فوائدعامې ریاست کارونه وستایل , او ياد ریاست ته لارښوونه وکړه چې یاده لویه لاره نوره هم په ښه ډول تعقیب کړي او په کومو سیمو کې چې سړک تخریب شوی وي او یا څیرمه سیمې جوړونې ته اړتیا لري،ژر پرې کار وکړي .