افغان ملي پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د لغمان په دوو ولسوالیو کې په ۶۰ جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له مینځه یوړ.
هغه عملیات چې تیره ورځ د لغمان امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد په مشرئ د الیشنګ او دولت شاه په ولسوالیو کې تر سره شول په څه د پاسه ۶۰ جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له مینځه وړل شوی.
عملیات تیره ورځ ماښام پرته له کومې نښتې پای ته ورسیدل او افغان ملي پولیس په بریالیتوب سره بیرته د لغمان ولایت مرکز مهترلام ته را وګرځیدل.