د نورستان او کونړ ولایت له هغو پنځه اتیا کورنیو سره مرسته وشوه چي د جګړو له امله يی خپلي سیمی پریښي وی او پارون ته راکډوال شوی وه د نورستان ولایت د کډوالو چارو ریاست ویاند عنایت الرحمن فیضان وویل چي یادو کورنیو ته غنم کمپلی د خوراکي توکو لوخي غوړی او ګڼ نور مواد د کډوالو چارو ریاست لخوا ورکول کیږي
فیضان وايي دیاد کورنیو شمیر پینځه اتیا ته رسیږی چي ددي مرستي په کولو سره به دیادو کډوالو ستونزی تر یوه ځایه خل کړي
له بل لوري د نورستان والی تمیم نورستاني له ډبلیو اف پی او له نورو مرستندویو ادارو مننه وکړه چي تل يي په نورستان کي له کډوالو سره مرستي کړي دي
یوتن کډوال انور وايي چي تر یوه وخته به يي ورسره شوی مرستي د کورني ستونزي خل کړي ولی دی وايي دولت باید له دوی سره دوامداره مرستي ترسره کړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه