د کندهار ولايت د ٢٠٥ اتل قول اردو د صحي علومو انسټيټيوټ څخه (٥٠ ) روغتيا پالان د يو نيم کال زده کړي څخه وروسته فارغ سول.
ياد کسان چي متوسطه طب په برخه کي يې زده کړي کړي(١٠) تنه به يې د ملي پوليسو او ( ٤٠) تنه به يې د ملي اردو په کنډکونوکي روغتيا يي دندي ترسره کړي.
دغه مراسم چي تېره ورځ د ٢٠٥ اتل قول اردو په روغتون کي جوړ سوي وو پکښي د ملي اردو جنراﻻنو، افسرانو او ډاکټرانو ګډون کړى وو .
دفراغت په دغه پروګرام کي (٥٠) تنو فارغو سوو روغتيا پالانو د اسلام په سپېڅلي کتاب قرانکريم با ندي سوګند ياد کړ او لوړه يې وکړه چي د اسلامي اوامرو او د افغانستان د اساسي قانون سره سم دخپل خاور ي څخه د دفا ع لپاره حتى خپل سر هم درېغ نکړي.
دو ى همدارنګه ژمنه وکړه ،چي د خپل هيواد په هره برخه او هرډول شرايطوکي به خپله دنده په پوره ايمانداري سره مخته وړي او دهيوادوالو دژوند ژغورولو په برخه کي پوره هڅه او کوښښ کوي .