کور / تازه خبرونه / كندهار: نن بيا له قهره ډك لاريون تر سره سو .

كندهار: نن بيا له قهره ډك لاريون تر سره سو .

د كندهار په بيلابيلو برخو كي د تيري ورځي په څير له قهره ډك لاريونونه تر سره سوه او د پاكستان پر ضد يي بيلابيلو شعارونه وركول .
لومړي د كندهار پوهنتون محصلينو د يوه پراخ لاريون پرمهال چي د پوهنتونو په انګړ كي يي تر سره كړ پر مهال يي د پاكستان پره ضد په جدي ډول شعارونه وركول او هغه هيواد يي كمزوري ، فاسد او د عياشي څخه ډك وبللي .
محصلينو د افغان دولت څخه د يوه پريكړه ليك په صادرولو سره وغوښتل څو پاكستان هيواد په افغانستان كي د مداخلي او لاس وهني څخه ډډه وكړى .
دوهمه لاريون ته ورته يوه پراخه غونډه دكندهار په احمدشاهي لوبغالۍ كي جوړه سوې وه چي ګډونوال يي ظاهرا پاكستان ته قهريدلي ښكاريدل او په غوسه ناكه ډول يي د مرګ پر پاكستان ناري وهلي .
د لاريوون كوونكو څخه چي د افغانستان ملي بيروغونه ورسره او ځينو يي هم تر سر تړلې وه د افغان دولت څخه يي په ټينګه غوښتنه كول څو ورته اجازه وكړي چي د سپين بولدلك په ولسوالي كي د پاكستان او افغانستان تر منځ پرته دروازه په خپله ليري كړي .
لاريون كوونكو د ډورنډ د كرښي د نه منلو ناري هم وهلي او ورسره ترڅنګ يي د پاكستان هيواد بيرغ د پاكستان د ولسمشر عكسونه هم وسوځول .
د کندهار سره تر څنګ د هيواد په نورو سيمو کې هم ورته لاريونونه سوي دي او ورځ تر بلي د پاکستان په وړاندي د افغانانو کرکه زياتېږي .
تېره ورځ هم کندهار د دا ډول قهرجن او سوله ايز لاريون شاهد وو .