کور / تازه خبرونه / کندهار: په لاريون كي ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل .

کندهار: په لاريون كي ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل .

په ميوند ولسوالۍ کي د لاريون پر مهال ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل .
لاريون چې نن سهار د دې ولسوالۍ په بازار کي د پوليسو او بهرنيو سرتيرو څخه د شکايت په موخه پيل سوی وو ، لاريون کوونکو ادعا کول چي تيره ورځ د دې ولسوالې په لوی کاريز سيمه کي کورني او بهرني سرتيري د سيمه ايزو خلکو کورونو ته ننوتي دي او هلته يې د ښځو او ماشومانو سپکاوی کړی دی او ځيني خلک يې په چړو هم وهلي دي
لاريون چې نن سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې پيل شوی وو تر يوه ساعت وروسته په تاوتريخوالي واوښت ، لاريون کوونکو عامه لاره بنده او د ملکي خلکو دوه موټرونه يې هم سوځولي او دوه موټرچلوونکي يې وژلي ، درې نور يې زخمي کړي دي او درې تنه يې د څانه ژوندي نيولي دي .
د کندهار چارواکي وايې چې د لاريون منځ ته د دولت وسله وال مخالفين ننوتي وه او غوښتل يې چې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي چې وروسته پوليسو ډزي پر کړي دي .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند غورځنګ افريدي وايې چې د پوليسو په ډزو کې لس تنه ټپيان شوي او اته تنه وژل شوي دي چې څلور يې وسله وال مخالفين دي او د نورو د پيژندني په اړه معلومات نشته .
افريدي کورونو ته د پوليسو د او بهرنيو سرتيرو ورتګ او خلکو ته سپکاوی ردوي او وايې چې تيره ورځ وسله والو غوښتل چې په لاريون ګډ شي خو د پوليسو له لوري يې مخنيوی شوی وو .
د ميوند ولسوالي د مرکزي روغتون يو ډاکټر وايې چې روغتون ته شل ټپيان او بنځه مړي ور وړل شوي دي .