کور / تازه خبرونه / هلمند: چاودني ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

هلمند: چاودني ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنه نن سهار د اوو بجو په شاوخوا كي ددي ولايت د نهر سراج اولسوالۍ په باغرانيانو سيمه كي د ملكي خلګو پر سراچه ډول موټر سوي .
د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي چي په چاودنه كي ۳ تنه ولسي وګړي وژل سوي او ۵ تنه نور ټپيان دي چي په ټپيانو كي درې تنې ښځي شاملي دي .
په خبره يي چي ټپيان روغتون ته ليږدول سوي دي .
هغه دا كار د وسله والو طالبانو ياد كړ ، خو وسله والو طالبانو تر اوسه ددي پيښي په اړه څه ندي ويلي .