د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له لوري د دې ولايت د دوو تاندو استعدادونو عبدالحسيب او بن امين په وياړ غونډه جوړه سوه.
د غونډي هدف د دې دوو ځوانانو د هغو برياوو ستاينه کول ول، چي نوموړو په نړيوالو سياليو کي ترلاسه کړي دي.
د ځوانانو چارو آمر نثار احمد اريا د دې دوو استعدادونو د معرفۍ پر مهال وويل: د شاه حسين هوتک (افغان ترک) ليسې د (٨) اتم ټولگي زده کوونکي عبدالحسيب د رياضي د (جوشمايا) په نامه سياليو کي لومړى مقام گټلى او خپل هيواد ته ئې د سرو زرو مډال راوړى دئ. دغه سيالۍ هر کال په نړيواله کچه جوړيږي او د نړۍ په ذهني سياليو کي دوهم مقام لري.
سږ کال په دغه سياليوکي د (٧٦) هيوادونو زده کوونکو برخه لرله، چي له کندهار څخه عبدالحسيب برخه پکښي اخيستې وه او لومړى مقام ئې گټلى دئ .
همدارنگه د شاه حسين هوتک (افغان ترک) ليسې د (٩) نهم ټولگي زده کوونکي بن امين بيا د کمپيوټر د (انيپو) په سياليو کي درېيم مقام گټلى او د برنزو مډال ئې راوړى دئ.
دغه سيالۍ په اذربايجان کي جوړي سوي وې، چي د نړۍ د (٤٨) هيوادونو زده کوونکو برخه پکښي لرله .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دوا خان مينه پال په خپلو خبرو کي وويل: ډېر د خوښۍ ځاى دئ، چي نن په يوه داسي غونډي کي يو. عبدالحسيب او بن امين نه يوازي د خپلي کورنۍ بلکي د ټول افغان ولس له پاره يو لوى
افتخار راوړى دئ. موږ دوئ ته او ټولو افغانانو د دې بريا مبارکي وايو.
همدارنگه د دوست او زموږ مسلمان ورور هيواد له هغو مرستو څخه ډېره مننه کوو، چي دوى بېلابېلو اړخونو لکه تعليم، بيارغونه او نورو برخو کي له موږ سره کړي دي .
په ياده سوې غونډه کي په سلگونو ځوانانو گډون کړى وو او د اطلاعاتو او فرهنگ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري دغه دوه ځوانان په ستاينليکونو او تحفو ونازول سول.