په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګي UNAMA وايي چي په کندهار ولايت کي د سولي راتګ د ټول افغانستان له امن او ثبات سره مرسته کوي.
په مرکز کابل کي د يوناما د سياسي څانګي دوو چارواکو چي کاري تمرکز ئې په افغانستان کي دسولي او ثبات پروسې پر ودي باندي راګرځي نن کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کي له ولايتي مقاماتو سره وکتل.
د يوناما يادو مقاماتو د کندهار ولايت مقام له سرپرست عبدالقديم پتيال سره په ليدنه کي وويل چي کندهار ولايت په افغانستان کي د سولي او ثبات د ټينګښت لپاره د يوې کيلۍ اهميت لري او په دغه هيواد کي سوله کولاى سي په منځنۍ آسيا کي ټېکاو راولي.
په کابل کي د يوناما د سياسي بخش مرستيال خالد محمد وويل چي په افغان سوله کي د کندهار د خورا بارزه ونډي په نظر کي نيولو سره-سره بيا هم د سولي عالي شورا دغه ولايت ته کافي توجه نه کوي.
نوموړي زياته کړه چي دغه ولايت ته بايد د يوه ډېر ستراتيژيک ولايت په توګه اهميت ورکول سي او په هيڅ صورت سره د افغانستان د نورو ولايتونو سره په يوه ترازو ونه تلل سي.
د کندهار ولايت مقام سرپرست عبدالقديم پتيال وويل چي سوله يوه عملياتي پروسه نه ده او په دې پروسه کي بايد د ذهني تغير د راوستلو لپاره هڅي او کوښښونه وسي او په دې توګه سره ناراضي وسلوال د سولي بهير ته راوبلل سي.
ښاغي پتيال وويل چي د سولي پروسه يوازي تر کندهار او افغانستان پوري منحصره نه ده، بلکه دا د هيوادونو ترمنځ يوه ګډه موضوع ده او بايد د راتګ لپاره يې هم د ملتونو په سطحه کار وسي.
نوموړي د سولي په پروسه کي د ښه تره پرمختګ لپاره د يوناما فني او تخنيکي کومکونه هم مهم او اساسي وبلل او په دغه برخه کي يې د اوسنيو کارونو د ادامې او نورو د پيل غوښتنه وکړه.
د يادوني وړ ده چي څه موده مخکي هم يوه بل بهرني کندهار د ټول افغانستان له پاره ډېر اړين او کيلي بللې وه.