کور / تازه خبرونه / کندهار : د قاسم فاتحه واخستله سوه

کندهار : د قاسم فاتحه واخستله سوه

د افغانستان د نورو ولايتونو ترڅنګ نن په کندهارولايت کي د قاسم د فاتحې مراسم پر ځاى سول، کوم چي د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالي کي له افغان خاوري د دفاع لپاره د پاکستانيو يرغلګرو سره د جګړې پر مهال وژل سوى وو.
ياده فاتحه چي محمد قاسم ته د دعا او دده د کورنۍ سره د غم شريکۍ په خاطر ددې ولايت په سره جامع کي جوړه سوې وه، پکښي د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، له مرکز او ولسوالۍ يو مخورو او نورو دولتي چارواکو ترڅنګ قومي مشرانو او عامو خلګو ګډون کړی وو.
په دغه فاتحه د نوموړي روح ته دوعاوي وسوې او ددې سره د قران عظيم الشان ختم او په پای کی د خاتمې په ويلو سره فاتحه پای ته ورسېده.
ديادونی وړده ، محمد قاسم د کنړ ولايت اوسېدنکی چی په ننګرهار ولايت کی د ګوشتې ولسوالی اړوند د ډيورنډ کرښې په دې غاړه کي دنده ترسره کوله.
محمد قاسم تېره چهار شنبه ماخوستن په ګوشتې اولسوالي کي له افغان حريم څخه د ساتني او له يرغلګرو پاکستانيانو د افغان خاوري د ساتني لپاره په پيل سوې جګړه کي ووژل سو.