کور / تازه خبرونه / دپاکستان دتحریک انصاف ګوندرئیس عمراخان زخمي شو

دپاکستان دتحریک انصاف ګوندرئیس عمراخان زخمي شو

دپاکستان دتحریک انصاف ګوندرئیس عمراخان دلاهورپه ښارکي وخپلوګوندي غړوته دوینا پرمهال دانتخاباتودکمپاين په وخت کي دیوه جګ لوړځای څخه پرځمکه راولویداوسخت زخمي شو.
دعمراخان طرفدارانوهغه دیوی درني ترانسپورتي وسیلي په مرسته یو جګ لوړځای ته پورته کړي چي خلکوته وینا واوروی ،خوعمراخان دخپل بدن تعادل او برابروالي له لاسه ورکړی اودشپږ متر ه لوړوالي څخه له پاسه پرځمکه راولویدی اوسخت زخمی شو.
داسي ویل کیږي چي دده وینا دیوه باروړونکي ماشین له پاسه د(لودر) په وسیله خلکوته خپریدله. دهغه وځیګر،سر اواوږ ته ډیر تاوان رسیدلی دئ .عمراخان وروسته دامنیتي ځواکونولخواه روغتون ته یووړل شواوروغتیایی حالت یې ښه نه دی. دخبرځیني سرچیني بیا وایي چه عمراخان دکوما په حالت کي دی اودمرګ او ژوندپه منځ کي کرار لری .
دپاکستان دانتخاباتي کمپاين په درشل کي تیره ورځ هم دغونډی دوینا پرمهال دکرم په سیمه کي نږدي شل تنه مړه او په لسګونونور ټپیان شول.