په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام
د 2007 کال ، د نوامبر 17
اتريش ، د وين ښار
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې لپاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د دې ګډې جرګې يوه مؤسسه ټولنه (( په اتريش کې د افغان اولس کلتوري ټولنه )) د افغانستان د ملي ژبې پښتو په اړه يو علمي ــ اکاډيميک سيمينار جوړوي .
پښتو داسې يوه ژبه ده چې د لرغونو اريايي ژبو ډېرې بېلګې او جوړښتونه يې لا په خپله تاريخي ځولۍ کې خوندي کړي دي . د دې په څنګ کې د نوي ژوند ، د نوي دوران ، د نوي پرمختګ لپاره يې هم خپله غېږه خلاصه پرېښې ده . پښتو د معاصر دوران ، لرغونې ژبه ده ، او د لرغوني دوران راپاتې معاصره ډالۍ چې يوازې د خپل اولس پر باتورو مټو ژوندۍ پاتې او د يوويشتمې پېړۍ د کمپيوټر تر دورانه يې ځان رارسولی دی . د اوستا او سانسکرت دغه همزولې يا د هغوی پر ميراث ناسته پښتو دا دی د کمپيوټر او بريښنايي رسنيو په مورچل کې هم له ګواښونو سره سره په هسک سر ولاړه ده او پر خپلو بچو بيا بيا غږ کوي چې دا سرتوره ابۍ ، دا ببرسرې مور ، دا د مينې ډکه غېږه دا پلو ، دا لوپټه ، دا شمله ، دا مورچل تش او بې مينې مه پرېږدئ .
موږ هيله لرو چې په اتريش کې د افغان اولس د کلتوري ټو لنې دغه هڅه ، د افغانستان نور کلتوري او علمي مرکزونه هم تعقيب کړي او په دې اړه د نويو اکاډيميکو څېړنو بهير ګرم وساتي . دغه نوې څېړنې به د افغاني ژبو د دقيقې پېژندنې او تاريخي مطالعې لپاره زياتې ګټورې وي .
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه او د دې جرګې اړونده ټولنې او مرکزونه په دغه مهم کار کې د خپلې ونډې اخيستلو ته ځان ژمن بولي .
په درنښت
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه