کور / تازه خبرونه / پاکستان :د ډیورنډ کرښه د تېر وخت کیسه ده

پاکستان :د ډیورنډ کرښه د تېر وخت کیسه ده

اسلام اباد : د بي بي سي د خبر له مخې د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي تر وینا دوه ساعته وروسته پاکستان خپل غبرګون وښود. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کرزي د هغې وینا په غبرګون- چې وايي د ډیورنډ کرښه به هېڅکله په رسمیت ونه پېژني- ویلي چې د پولې پر سر مساله وړاندې فیصله شوې ده.پاکستان وړاندې ویلي وو، چې د ډیورنډ کرښه د تېر وخت کیسه ده.د ښاغلي کرزي د څرګندونو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل “زموږ دریځ روښانه دی. د پاکستان او افغانستان د سرحد مساله فیصله شوې ده”.په پوله د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ په دې وروستیو کې د جګړې په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان د بهرنیوچارود وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدرې وړاندیز وکړ چې “د دواړو هېوادونو پوځي افسران باید د خپلوځانګړو چینلونو له لارې دا کشاله حل کړي”.د باندینیو چارو وزارت ویاند داهم ویلي چې پاکستان د ګورسال پر پوستې د افغان ځواکونو له خوا وچ په وچه په ډزو احتجاج کړی و، او دا چې “پاکستان له ډېرزغمه کار اخیستی و”.پاکستان اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافېر د باندنیو چارو وزارت ته بللی او په پېښه یې ورته احتجاج هم کړی و.ویاند د ګورسال پوسته د پاکستان له خوا پر پولې د پیاوړي نظام د هڅو برخه وبلله چې د ده په وینا دا به د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي:موږ هیله لرو چې افغان چارواکي به هم پر پولې د یوه موثر نظام په جوړولو کې همکاري وکړي”.