کندهار افغانستان- په کندهار ولايت کي د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه د واکسين درې ورځنى کمپاين ددغه ولايت د عامي روغتيا رياست د مسؤلينو لخوا پيل سو.
په دغه درې ورځني کمپاين کي به د کندهار ښار او لسو ولسواليو تر پنځو کالو کم عمره ټول کوچنيان واکسين کړل سي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي ديادي ناروغۍ كچه دپخواپه نسبت ډېره كمه سوېده . دده وينا كه چيري كوم كوريا سيمه دواكسين دكمپاين څخه پاته سي نو دخپلي سيمي روغتيايي مركزته دي مراجعه وكړي اويادي په هغه شمره تماس ونيسي كوم چه زموز دروغتيايي ټيم له خوا وركول سوي ده .
همدارزښاغلي پخلا پرټولو واليدينو ږغ وكړچه ترڅوټول هغه ماشومان چه عمرونه ترپنځو كلنو كم وي واكسين كړي او دتل معيوبيت څخه خپل ماشومان وساتي .
بايد وويل سي چه ددي ناوړي ناوغي پيښي په روان زيږديږكال كي تراوسه پوري يي كچه صفرده .دعامي روغتيا رياست مسولين كوښښ كوي چه دغه حالت برقراره وساتي