په کندهار ولايت کي د تل په څېر د انارکل دوديزه مشاعره ترسره سوه او پکښي په سلونو کسانو ګډون کړى وو.
ياده دوديزه مشاعره هر کال د انارګل د غوړېدو سره سمه ترسره کېږي
مشاعره د کندهار ولايت د ارغنداو اولسوالۍ د بابا ولي صاحب په زيارت کي ماځيګر پيل او ماښام پاى ته ورسېده .
په دې مشاعره کي د يوشمېر لوړپوړو چارواکو ترڅنګ ، د کندهار پوهنتون استادانو، د افغانستان د نورو ولايتو او د جنوبي پښتونخوا د کوټي او پښين ښارونو او نورو سيمو څخه ليکوالان ، اديبان او شاعران راغلى ول او په مشاعره کي ئې خپل ليکل سوي شعرونه، ليکني او نور ګډونوالو ته واورول.
د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئېس دواخان مينه پال وويل چي دا مشاعره ئې د ولايت مقام په همکاري جوړه کړې.
نوموړى دا يو پر ځاى او وخت ترسره سوې مشاعره وبلله او زياته ئې کړه چي تل به دا ډول دوديزو مشاعرو ته دوام ورکوي.