کور / تازه خبرونه / کندهار : زراعتي انسټيټيوت پرانيستل سو

کندهار : زراعتي انسټيټيوت پرانيستل سو

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت دکليو دپراختيا او بيارغوني وزير وييس احمد برمک نن په کندهارولايت کي د زراعتي انستيتيوت پرانستنه و کړه.
نوموړي په خپل پرانستونکي وينا کي دخبريالانو په موجوديت کي وويل، دغه لويه او مهمه پروژه دکليود پراختيا او بيارغوني وزارت ترڅنګ د تعليم او تربيې ، کرهڼي، مالدارۍ او اوبولګولو وزارتونو له لوري د کاناډا هيواد په مالي مرسته د دو کلونو په موده کي د (٤،٥) مليونه امريکايي ډالرو په لګښت بشپړه سوې ده.
په ياد پروګرام کي دولايت مقام سرپرست عبدالقديم پتيال د دغه زراعتي انستيتوت په اړه وويل چي ، د دغه انستيتيوت څخه به دکرهڼي دپوهنتون پرځاى استفاده وسي ، د ده په وينا ترڅو چي دکرهڼي پوهنتون جوړيږي نو په دې برخه کي شاګران کولاي سي چي په ياد انستيتيوت کي خپلي زده کړي پرمخ يوسي.
دښاغلى پتيال په خبره چي د کرهڼي دغه انستيتيوت په يوه وخت کي (١٢٠٠) تنو نارينه او ښځينه زده کوونکو ظرفيت لري. د ده په وينا کله چي دکرهڼي پوهنتون جوړ سو نو ياد انستيتيوت د پوهني او کرهڼي رياستونوته سپارل کيږي څو دخپلو کارونو او فعاليتونو لپاره ترې استفاده وکړي.
دکرهڼي ياد استيتيوت ، ٣٦ کوټې، اداري څانګه ، دنارينه او ښځينه لپاره جلا،جلا ليليې ، د ډوډي خوړلو ځاى ، تخنيکي ورکشاپ، دساتونکولپاره کوټې، دسپورټ ميدانونه او يوباب مسجد جامع درلودونکي دى.