د کليو پراختيا وزير کندهار ولايت ته سفر راغلى
دکليو دپراختيا او بيارغوني وزير وئيس احمد برمک کندهار ولايت ته رارسېدلى او تر رارسېدو وروسته ئې د کندهار والي مرستيال سره وکتل .
پتيال د نومړي سره پر هغو ستونزو او مشکلاتو خبري وکړې چي دامهال دکندهار دکليو د پراختيا او بيارغوني رياست ترڅنګ له دغه ادارې سره د مرسته کوونکو ارګانونو په کارنو کي ستون لري.
په ياد ولايت کي دکليو د ثبات او پرمختګ پروګرام يا ) (SIKA هغه موضوع وه چي د دواړو لوريو ترمنځ بحث او نظرونه پرې تبادله سول.
ښاغلي پتيال وويل چي په اړونده پروګرام کي له وړاندي څخه څه نا څه ستونزو ستون درلود، چي دياد پروګرام مسؤلينو د دولتي ادارو سره د دغه پروګرام په اړه معلومات نه ول شريک کړي او همږغۍ وجود نه درلود.
په دغه ليدنه کي دکليو دپراختيا وزير وئيس برمک وويل چي، کندهار ته يې د راتګ هدف دا وو، څو د (SIKA) او يو شمېر نورو مرستندويو ادارو د ستونزو او مشکلاتو په اړه معلومات حاصل کړي او په مرکز کابل کي د اړوندو عالي ادارو سره پر دغو موضوعاتو بحث وکړي او ورته دحل لار ومومي.
ده همدارنګه زياته کړه چي په کندهارکي به يوشمېر هغه پروژې چي له وړاندي يې د وزارت لخوا پرې کار سوى پرانسته وکړي او همدلته به هم له يو شمېر مرستندويه اداراتو سره وګوري.