د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کي دوه بهرني عسکر ووژل سول.
خبرپاڼه تېره شپه ماښام د افغانستان پر وخت ٠٩:٥٢ دقيقې لراوبر ته رارسېدلې او ليکي چي ياد شمېر عسکر تېره ورځ هغه وخت ووژل سول چي کله يو کس چي حکومتي درېشي ئې اغوستې وه پر هغوى ډزي وکړې او دوه عسکر ئې ووژل.
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوو عسکرو هويت او د هغوى د وژل کېدو څرګند ځاى نه دئ په ډاګه کړى .
دا لومړى ځل نه دئ چي دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړوي بلکي په لسونو وارو داسي پېښي رامنځ ته سوي چي څه موده مخکي يوې افغان مېرمني په کورنيو چارو وزارت کي د خپلي توفنچنې ( تومانجې) خوله پر بهرنيانو اړولې وه .
د افغان پوليسو په ليکو کي پر بهرنيانو باندي بريدونه هغه ننګونه ده چي افغان حکومت او بهرنيان ئې حيران کړي.
ناټو ځواکونه دا خبر په داسي وخت کي ورکوي چي تېره ورځ په کندهار کي د ماين چاودني پنځه بهرنيان له منځه وړي ول.
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.