کور / تازه خبرونه / په کندهارکي یوي چاودني دامریکا پنځه سرتیري ووژل

په کندهارکي یوي چاودني دامریکا پنځه سرتیري ووژل

کندهار :دکندهارڅخه یوخبروايې چي نن دکندهارولایت ته نږدي په یوه چاودنه کي دامریکایې ځواکونوپنځه سرتیري ووژل شول.
دکندهارمحلي چارواکي وایې ،چي دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه ،چي میشت امریکا یې ځواکونودسړک دغاړي پریوه ښخشوي بمب باندي برابرشول اوووژل شول. نني پیښه دطالبانوددوبي دخالد بن ولیدداعلان څخه وروسته ترټولوخونړي پیښه بلل کیږي .طالبانو تیره اووني ویلی وو،چي دوی به په دوبي کي په ټول افغانستان کي وسله وال بریدونه پیل کړي.
په کابل کي دايئتلاف ځواکونو یوه چارواکي کپتان لوکانني پیښه تائيد کړی اووایې چي ددغوپنځوسرتیرو په وژلوسره سږکال دائتلافي ځواکونودتلفاتو شمیر (۴۷ )ته ورسیدي چي (۳۲ )تنه یې يواځي امریکایان دي .
دائیتلافي ځواکونوپه بیانیه کي نورمالومات نه دي ورکړل شوي .
دطالبانووسله والو ډلی هم تر دي دمه ددغي پیښې په اړه څه نه دي ویلي.