کور / تازه خبرونه / دکورنیوچارووزیرنن دګوشتي ولسوالۍ ته ولاړی

دکورنیوچارووزیرنن دګوشتي ولسوالۍ ته ولاړی

کابل : دکابل څخه یوه تازه خبروایې چي دکورنیوچارووزیر ښاغلی مجتبی پتنګ نن ددیورند پولي ته نږدي دتیری اووني دکښالي په هکله دګوشتي ولسوالۍ ته ولاړي ترڅودتیروورځو دشخړوحالات له نږدي نه وګوري.
دخبرسرچینه وایې چي دکورنیوچارووزیردتیري اووني دشخړي په اړونددلمړي ځل لپاره دګوشتي ولسوالۍ ته تللی چي ددیورندپرکرښه دپرتواړوندوسرحدی قطعاتواوسرتیروسره وګوری.
دثورپه یوولسمه نیټه دافغانستان اوپاکستان دسرحدي ځواکونوترمنځ وسله واله نښته را منځ ته شوه، چي په پایله کي افغان سرحدي ځواکونه وتوانیدل چي دپاکستان سرحدي ځواکونه پرشاکړي اودافغانستان په خاوره کي ددوی ټولي پوستي ونیسي اوجوړي شوي وداني یې ټولي ویجاړي کړي.
په دغه نښته کي دافغانستان دسرحدي ځواکونو یوسرتیری شهید اودري نورټپیان شول.افغان ځواکونه وایې چي ددوی پر پوستي باندي لمړي دپاکستان دسرحدي ځواکونو لخواه شلیک پیل شوچي بیاوروسته افغان ځواکونودهغوی پرسنګرونو باندي برید ونه پيل کړل اوټول يې پرشا وتمبول.
دیادوني وړده ،چي حامدکرزی نن دخبریالانوسره دخبروپرمحال وویل چي موږ به هیڅکله ددیورند کرښه په رسمیت ونه پیژنو. هغه زیاته کړه چي دکورنیو چارووزیر ته یې امرکړي چي نن دګوشتي ولسوالي ته ولاړشي اودشهیدمحمد قاسم کورني دجمهوری ریاست مقام ته راولي ترڅو زه ورسره وګورم اومرسته ورسره وکړم.