په میدان ښار کې د نږدۍ لس میلیونه افغانيو په مالي لګښت د یوه تفریحي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د ميدان وردګو ولايت په مرکز میدان ښار کې د ښځو لپاره د تفریح یو پارک چې نهه اعشاریه درې سوه زره افغاني مالي لګښت پرې راځي او د جوړېدو چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړي شي، د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د یاد پارک د بنسټ ډبرې د اېښودلو پرمهال وویل : د وردګو ولايت کې د ښځو لپاره تفریحي پارک بنسټ ډبره په داسې حال کې کېښودل کیږي،چې موږ په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې پېښې په زیاته اندازه راټیټي شوي.
هغه د دغه پارک د کار په پیل کېدو خوښي وښوده او زیاته کړه نه یواځې د دغه پارک په جوړېدو سره به میرمنو ته د تفریح ځای پیدا شي، بلکې میرمنې کولای شي، په ځینو حالاتو کې په یاد پارک کې خپلې غونډې او نور مراسم هم ترسره کړي.
د وردګو ولايت ښاروال انجینر انجینر محمود وویل : د دغه پارک د جوړېدو ټول لګښت د ښاروالۍ د پرمختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي،چې پارک به د چمن،ګلدانیو او نورو سربیره درې خونې او دوه کانټینونه د هټیو لپاره ولري .
هغه زیاته کړه، د دغه پارک چې په یولس زره متره مربع مساحت کې جوړیږي د اوبو لپاره یې هم ځانګړی پلان په نظر کې نیول شوی دی.
د وردګو ښاروال وایی په سږني کال کې به دوه نور پارکونه چې یو یې د ماشومانو او بل یې د ځناورو (باغ وحش) لپاره دی هم جوړ کړي .
د یادونې وړده چې تردې دمه د دوه لویو غازي کریم خان او شهیداستاد ګل محمد په ګډون د دغه ولايت په مرکز کې څلور پارکونه جوړ شوي دي.