کور / هراړخیز / تهذيبي ځان خوښونه

تهذيبي ځان خوښونه

دبمي چاودنو او ځانمرګي بريدونو له لاري ورانی او عامه وژنه ددې غورځنګ برخه ده کوم غورځنګ چي له درې لسيزو څخه پرغوړېدا دی او دا دهغه فکري غورځنګ کاري يا عملي بڼه ده چي ددوی نه منونکي يا مخالفين يې په ترهګرۍ نوموي له څه مودې څخه ددې خيال څرګندونه کيږي چي د سياسي عمل له پلي کېدوياپر ځای کېدو له کبله به دترهګرۍ دغه کړه له پښو ولويږي خودا هم ويل کېدلای شي چي کوم غورځنګ په ترهګرۍ نومول کيږي دهغه مشرتابه دي ددغه “اولسواکي جغ”امکاني اغېزې له پامه نه وي غورځولي ځکه يې پر وخت بيا دغورځنګ مشرتابه د يو لړ ګامونو په اخستلو سره سياسي عمل په نخښه کړی او دهغي يادي اغېزې دمخ نيوي هڅي يې کړي دي که چېري په ځېريا ژورنظر سره وکتل شي نو دا خبره څرګنديږي چي په هېواد کي دکوم سياسي چاپېريال درغوني لپاره چي کومي هڅي کېدونکي دي دهغوی مخه به نيول کيږي مانا دا چي کوم ګام ددسامبر دمياشتي پر اووه ويشتمه باندي په راول پنډۍ کي واخستل شودا ډول ګامونه به بيا بيا پورته کړل شي خو ددوی په نخښه به يوه ځانګړې ډله وي ټوله نه،ځانګړې ډله هم هغه ډله ده چي په استازو کي يې د شهيدي بې نظير بوټو نوم هم راځي په دې بهيرکي هغه ټولي ډلي ګډون لري چي له دې نړيوال اسلامي غورځنګ څخه کښېخيږي دا خبره دغور وړ ده چي پر دې اولسي وژنه ،او داغلي بوټوشهيدي پرشهادت باندي دخواشينۍ غبرګون هم دهغو هېوادونوواکمنو رژيمونووښود چي په خپله هم ددې غورځنګ په نخښه دي او ياپه نخښه کېدونکي دي مانا دامريکې،برېطانيې،فرانس،بهارت،چين،انډونېزيا،افغانستان،اودمصر واکمن رژيمونه.داهغه حکومتونه دي چي له دې غورځنګ سره کلک اختلاف لري او يا کېدای شي چي ورځني وېريږي هم.دا غورځنګ څه دی؟موږ ټول پوهيږو که څه هم په ډاګه نه وايو يا له داسي خبرو کولو څخه په شعوري توګه مخ اړوو.په پاکستان کي مذهبي ډلي،سياستپوهان،دانشوران،دتاجرانو ډلي او داولس پر يو ګڼ شمېر برسېره دپاکستان دواکمنو ځيني غړي هم ددې غورځنګ ملا تړ کوي يواځي يې دملاتړ په ډاګه څرګندونه باندي په پټه خوله دي ولي چي دحکومت کومو ډلو دنړيوالي رايي په روڼا کي کومه لاره خپله کړې ده هغه تر اوسه پوري اغېزمنه ده او دا داسلام دخورولو غورځنګ دی چي دهېواد ټوله مسلمانان په شعوري توګه تر يوه بريده پوري ورسره په يوه خوله دي،مرامونه يې څرګند دي مانا داچي په ټوله نړۍ کي وار په وار داسلام دخورېدلو سرلوړۍ اود عملي کېدلوغوښتونکي دي چي پړاوونه به يې په دې ډول وي

لومړی پړاو:په دې پړاوکي به مرام په پاکستان او افغانستان کي ديوه رښتوني اسلامي حکومت رامنځ ته کول يا جوړول وي چي هغه به ترنبوت دراوروسته خليفه ګانو د دورې يوه عملي بڼه ولري او ددواړو هېوادونو تر منځ کرښي چي اسلام يې منونکی نه دی له منځه په وړلو سره به پر يوه پياوړي عسکري اساس باندي دخلافت اسلاميه درول او ټينګول وي چي پلازمېنه به يې کېدای شي په شمال کي وي يابه کېدای شي دبرياليتوب په نورو پړاوونو کي و”حرمين شريفين”ته نږدې پر يوه ځای وي خو دا به هغه وخت تر سره کيږي چي په منځني ختيځ کي څه خنډونه لېري کړل شي مانا دا چي دايران اوسنی نظام که څه هم دا وخت دغورځنګ دپياوړتيا لامل دی خو پای به ددې وختمولو او له منځه وړلو ته اړتيا وي ځکه چي دخلافت ولوړ مرام ته درسېدلو په لاره کي دخنډ لامل ګرزېدلای شي ددې غورځنګ دخلافت دعملي کولوتجربه دتېري پېړۍ په وروستيو کلونو کي شوې ده که څه هم دامريکې کاوړجن (خښمجن) واک له دې سيمي څخه د مرستيالو په ملا تړ دطالبانو واکمني وپای ته ورسوله خو دا پای ته رسېدل يې نه خو فطري وو او نه بشپړه،خو پر کوم واکمن بنياد باندي چي دطالبانوحکومت رامنځ ته شوی وو يواځي دا نه چي پای ته ونه رسېدی بلکې نوره يې هم ټينګتيا په برخه شوه مانا دا چي دافغان او پاکستاني قوم هغه عقېدې نوري هم ټينګي شوې چي پر کومو باندي داسلامي نظريې دخورولو ماڼۍ وداني دي ځکه خو دطالبانودحکومت له منځه وړل فطري نه وو او بشپړه ځکه نه وو چي طالبان په ټوله افغان قوم کي،دپاکستان په شمالي سيمو کي،او دپاکستان په بې شمېره مدرسواو ديني ادارو کي او دپاکستان په وسله وال فوځ،واکمنو ادارو او په شتمنو او اغېزمنو ډلو کي شتون درلودی چي له منځه وړل کېدلای نه شوای ځکه چي دا خلګ زموږ دعقيدو استازي وو چي په اوږده موده کي يې پر هره کچه باندي خپل وزر غوړولي وو.نوددې غير فطري او نابشپړه ګام اخستلو څخه و طالبانو ته يواځي مهالنی او لږ زيان ورواووښت .

دويم پړاو:په پاک افغان سيمو کي دخلافت دلومړي پړاو تر بشپړېدلو وروسته به سم دلاسه دغورځنګ ددويم پړاو پيل وي او هغه به دهغو کړو ژمنو تر سره کول او بشپړول وي چي داسلامي حکومت دجوړېدلو بنسټونه دي مانا د اولسي ستونزو هوارول او له خير ښېګړي څخه دبرخمني ټولني رامنځ ته کول،او که چېري دغه کړي ژمني پوره نه کړل شي نوبه له اسلامي اووښتون(انقلاب)څخه دخلګو دبدزړي کېدوپه کلکه سره وېره وي او دبې شمېره کورنيو چي ځوانان زامن يې په ځانمرګو بريدونوکي شهيدان شوي دي او داولس ډېری برخه چي دژوند دورځنيونهيليو سره مخامخ دي دچا چي ايمان پر دې باندي جوړ کړل شوی وو چي اسلام دژونداو اخرت دټولو ستونزودهوارولولاره ده چي له عملي کېدو سره سم دلاسه به يې دخدای پاک رحمتونه اوري او د خلافت تر راتګ وروسته به يې ملګری اولس دنتيجو په هيله وي.

په ايران کي خواسلامي اووښتون (انقلاب) له دومره خنډونو سره نه وو مخامخ،هغه هېواد ډېرتېل درلودل او دشاه دپاچهۍ په اوږده دوره کي خوشاله وو يواځي ديني او اولسي ستونزي وې چي د څو زرو کسانوپه را ځړولو دلکهواو دوو لکهوکسانووبند ته په لېږلو او يا بيا دښځو په پړوني کي دکولوله کبله تر ډېره بريده پوري هواري شوې او دهغه ځای دشيعه انقلاب يوه بله اسانتيا هم په برخه وه چي دولايت فقيه د نظريې په خپلولو سره عالمانو داجتهاد داسي لاري پرانستلې چي دنوي دور ډېره فکري او مادي تګلاره هم هغسي پاته کېدلای شوای لکه څنګه چي مخ کي وه دبېلګي په توګه دوګړيو ښکاره بڼه درواخله ژيره خريل او دنوي دور کالي په غاړه کول (يواځي له ټايي پرته )پر هيڅ هم بنديز نه ولګول شو،ښځي له لوړو زدکړو او نوکريو کولو څخه را ونه ګرزېدې،سرکاري ادارې اوجمهوري ادارې په بشپړه توګه په لوېديز ډوله رواني پاته شوې او دغه اسانتياوي دامامت په نظام کي امکان لري چي شيعه ګان يې منونکي دي.او دا چي دخلافت تر راتګ وروسته به پاک افغان اسلامي ټولنه له سختومالي،اقتصادي انتظامي او ټولنيزو ستونزوسره مخامخ وي که څه هم داولس له را اېلولو،خبرتيا او شرعي تګلاري ته راکښېکښلو څخه به اولس دساده ژوند تېرول خوښ او اسلامي تګلاره خپله کړي او دا پوره هيله ده چي ددنيا خوشالۍ او دکافرانو نظريات به له زړونوڅخه وباسي دافغان طالبانو په دوره کي دساده ژوند په خپلولو سره اولسي ژوند ولومړۍ اسلامي پېړۍ ته درسولواو ورته کولوتجربه بريالۍ ښکارېده،ولي چي مسلمان اولس داسلام لپاره تر هر څه تېريږي او دمبارک صل الله عليه واله وسلم د دورسادګي خو دومره دبخت زېری ګني چي په تر لاسه کولو سره يې زموږ مسلمانان وياړي هغه که ناداره وي که شتمن،تاسو يې دمنځومانه ژوند دلرونکو وبڼو ته په کتلو سره او دهغوی دښځو له پړدې څخه جوتولای شی چي هغوی هر ډول بنديز په ډېره خوشالي سره پرځانونومني نو يو څه موده به دټولني دسمون لپاره په کار وي مانا داچي له اسلام څخه هغه مخالف کسان به دشرعي په روڼا کي له منځه يووړل شي چاچي دخلافت ددې غورځنګ سره مقاومت کړی وواو ديهود او نصارا ملاتړ يې کړی وواويا يې له هغوی څخه مرستي تر لاسه کړي وې او دې غورځنګ ته يې دترهګر په نوم ورکولو سره ددې دمخ نيولوهڅي کړي وې(ديادوني وړ ده چي ديوه سياسي ګوندمشرتوب يادپلويانو وژنه پر هم دې اصولو باندي روا ګڼل کيږي او په ټولو ځان مرګو بريدونو کي دهم دې تګلاري په روڼا کي خلګ وژل کيږي چي په يوه نه يوه ډول ددې غورځنګ سره مخالفت کوي او يا دمخالفينو ملاتړ کوي او يا په پټه خوله پاتېدلو سره دهغوی د ودي لامل ګرزېدونکي دي په دې کي دحکومت غړي،او په کارونوکي دکورنيواړتياوو لپاره ورسره بوخت اولسي کسان پوره پوره تورن دي) دښځو دپړوني او په کور کي دکښېنستلو کار به تر سره کړل شي دلمانځه نظام به عملي کړل شي مرام دا چي دافغان قام له مخنيو ټولو تجربو څخه په ګټه اخستلو سره به په پاکستان کي هم داسلام دعملي کولو پړاوونه په چټکتيا سره تر سره کړل شي او دا به ټوله دلومړي پړاو لومړۍ برخه وي.

ددې پړاو تر ټولو درنه ستونزه به بيا هم واولس ته دخوشالۍ ورکول وي دخوشالۍ لپاره به وسايل په کاريږي چي هغه په دواړو هېوادونو کي نشته له خوشاله خلګو څخه دمځکو او شتمنيو داخستلو او په اولس کي دوېشلو تصور خو اشتراکي دی او داسلام دڅرګندو ښوونوپه ضد دی.نوله دې اسلامه لېري او ناوړه تګ لاري څخه کار نه شي اخستل کېدلای او دنوي صنعت او کرهڼيزي مودې لپاره اسلامي ټولنه اوږد ې لاري نه شي څارلای مانا انتطار نه شي کولای،داسلام دسرلوړۍ او خوروني لپاره دکافرانو دخوشاله هېوادونو دنيولو حکم اسلام په څرګنده توګه کوي او ددې خوشالو هېوادونو شتمنۍ چي هغوی په تېرو څو پېړيو کي دمسلمانانو دواکمنيو په له منځه وړلو سره لوټلي وې په رښتيا دمسلمانانو شتمنۍ دي چي دا ددوی فطري حق دی پردې برسېره دا خبره داميرالمومنين په لومړيو فرايضو کي ده چي وټوله نړۍ ته داسلام رسولواوپه ټوله نړۍ کي داسلام خورولو يا واکمن کولو چاره وکړي ددې لپاره به دټولو مسلمانوهېوادونو واميرانوته دا حکم ورسيږي چي په نړۍ کي دخدای پاک او دهغه درسول صل الله عليه واله وسلم دحکومت راوستلو او دجاهليت دهر نظام له منځه وړلو او ختمولو لپاره دي دمملکت اسلاميه فرمان ومني.دااندېښنه شته چي دمسلمانانو قامونو اوسني واکمن به له دې حکم څخه سر غړونه وکړي نو ددې غير اسلامي او دجاهليت دنظام پلي کوونکي رياست ورانول به دهم دې ځان مرګي بريدونو له لاري وکړل شي او که يې وکړای شول دبريدونولپاره به سم لشکرونه جوړيږي ددې غورځنګ لپاره به اولس جوړ کړل شي او دشهادت په لوړتابه باندي به په پوره او بشپړه توګه خبر کړای شي دمسلمانانو په هر هېواد کي (ولي چي داسلامي نظام دراوستلو لپاره داولس زړه او فکر جوړ دی او غواړي)دجاهليت دملا تړو حکومتونو په ضد به بغاوت دومره ګران کار نه وي

دريم پړاو:دا به هغه وخت ممکن وي چي دايران په ملتيا دمنځني ختيځ ټول مسلمان هېوادونه دمرکزي اسلامي مشرتابه دحکم په منلو سره داسلامي مرام دتر سره کولو لپاره خپل خپل ځانونه چمتواوټټرونه وټکوي اودا به هغه وخت وي چي دمنځني ختيځ پنځوس کروړه مسلمانان دهغه خوب دپوره کولو لپاره ملا تړلي ودريږي چي داسلام ددين پر ټولو اديانو باندي دلوړاوي او له نړۍ څخه دجاهليت دهر انځور له منځه وړلو لپاره هر لوی اسلامي مفکر ليدلی وو اودا چي دهر مسلمان په خټه اخښلی دی،هغه خوب چي اقبال په خپل راپاروونکي کلام کي دنوي دور دمسلمانانو په اروا کي را ويښ کړی وو،چي سيد مودودي او سيد قطب په ايمان روڼوونکوليکنو کي روڼا کړی وو چي ضياالحق شهيد په عملي توګه ممکن کړی.

په دې پړاو کي به په کوشنۍ وچه(هند)کي داسلام دلوړاوي دپر ځای کولو لپاره وبهارت ته دا ډول خوښه ورکړل شي لکه اميرالمومنين حضرت عمر فاروق چي وقيصروکسری ته ورکړې وه مانا داچي يا خو(۱) اسلام ومنی چي زموږ وروڼه وګرځی او يا زموږ په پاچهي منلو سره دغم په ادا کولو سره ځان زموږ په واک کي دننه وشمېری چي په سوله ژوند وکړای شی کنې نو(۳) دجنګ لپاره چمتو شی بيا به مو په ميدان کي توره تر ميان پرېکړه کوي.ښکاره خبره ده په دې جنګ کي به سوبه داسلام په برخه وي او پر بهارت باندي به داسلام بيرغ ورپول شي او په دې ډول به دبهارت او بنګله دېش څلوېښت کروړه مسلمانان هم داسلامي لشکر دپياوړتيا لامل او ملاتړشي او دغم (جزيې)په تر لاسه کولو سره به ډېر دارزښت وړ وسايل دمملکت لاس ته ورسي چي دهغه په مرسته او دايماني جذبې له لاري چي دشهادت دفلسفې له کبله دهر مسلمان برخه ده په بشپړه باور سره ويل کېدلای شي چي اسلامي لشکر به دچين پر دهري نظام باندي بری تر لاسه کړي لکه څنګه چي يې پر روس باندي بری تر لاسه کړی وو دروس او بهارت تر لاندي کولو وروسته پر چين باندي بری به پرنړۍباندي داسلام دسوبمنو دريم لوي وياړ(کارنامه) وي.واسلامي لشکر او اسلامي معيشت ته چي دبهارت،چين او لېري ختيځ له خوشالواوکفري معيشتونو څخه کومي ګټي تر لاسه شوي وي له کبله به يې دغازيانو مهالنۍ ستړياوي او مالي ستونزي لېري کړل شي .

په وروستي پړاو کي به يورپ او امريکا تر لاس لاندي کړل شي افريقه،اسټراليااو نور واړه ځايونه به نږدې واليان په لاندي کولو سره په ټوله نړۍ کي دمملکت اسلاميه واکمنتياداسلامي بيرغ په رپولو سره ټينګه کاندي او په دې ډول به دلوی بادار هغه کړې ژمنه پوره شي چي په “ليظهره علی دين کله”کي يې کړې وه .

دا دی هغه فکري غورځنګ چي عملي ګامونه يې يوڅه مسلمانان “ترهګري” بولي که دا خبره هم ومنل شي چي يواځي څه کسان نه بلکې په کروړونو مسلمانان دغه ترهګري بولي بيا هم دا ترې نه شي جوتېدلای چي دا يو غير اسلامي غورځنګ دی ولي پر کومو نظرياتو باندي چي ددې غورځنګ ماڼۍ ودانه ده هغه هيڅ کله هم له “ولي”سره نه دي مخامخ شوي تر ننه پوري يو هم داسي فکري غورځنګ په اسلامي نړۍ کي يا زموږ په دې سيمه کي نه دی راپورته شوی چي ددې ويلوزړه يا هڅه دي يې کړې وي چي دغه نظريات اسلامي نه دي او دا خو بيا بېخي دمنلو وړ نه ده چي چا دي ددې هېواد په يوه سيمه کي هم ددې ويلو هڅه او زړه کړی وي چي دا نظريات که اسلامي هم دي خو بيا هم دپلي کولو وړ نه دي هغه اسلامي نظريات چي پر هغه باندي دغه غورځنګ ولاړ دی چي هيڅ له “ولي” سره نه مخامخيږي دا دهر مسلمان په نظر کي دايمان برخه ده،اوکوم خلګ چي له دې غورځنګ سره جوړ نه دي هغوی هم ددې نظرياتوپه اسلامي نظرياتوبللو منونکي دي يواځي دا خبره کوي چي اسلام دسولي مذهب دی اسلام تېری او تشدد نه خوښوي اسلام دزغم او پېرزويني ښوونه کوي خو ددې خيالونو په ملا تړکي له اسلامي نصاب څخه هيڅ نه وړاندي کيږي او يا ددې خبرو کوونکي په دې اړه له بشپړي خبرتياڅخه بې برخي وي مانا دا چي هيڅ فکري دليل په دې لړ کي دمسلمانانو دذهن دبدلون لپاره نه وړاندي کيږي او نه دزغم لرونکي اسلام ملاتړ کوونکي پر دې برلاسي دي چي ددين له عالمانو سره په دې اړه مخ په مخ جواب ووايي او هغوی ملامت کاندي يا دغورځنګ پلويان ودې ته اړ کړي چي هغوی په دې اړه پر خوښه کړې لاره باندي بيا غور وکړي چي دوی کوم څه داسلام چوپړ ګڼي دهغه خو له سره اسلام حکم نه دی ورکړی ځيني کسان داسلام دارزښت او دبرابرۍ يا زغم په څرګندونه سره اسلام دنړيوالو لپاره دمنلو د وړګرزولو هڅي کوي د داسي خلګو په اړه مولانا مودودي او سيد قطب داسي دريځ لري چي دلوېديځ بې لارو او جاهليتي نظرياتو دهغوی پر ذهنونو باندي دومره اغېزه کړې ده چي هغوی اسلام دلوېديځ پر معيارونو باندي داچولو هڅي کوي سيد قطب خو په ډاګه ليکلي دي چي کوم څوک چي جهاد دځان ساتني دجنګ تر بريده پوري را ټيټول غواړي هغوی رښتيا چي دلوېديځ تر اغېز لاندي راغلي يا دخپل بې زړه توب (وېري)له کبله داسلام څرګنده او ښکاره لار ښوونه ورانوي ولي چي اسلام بې له ځان ژغورني په څرګنده توګه حکم ورکړی دی چي په نړۍ کي دي دجاهليت هر نظام دتوري په زور له منځه يووړل شي.

دا خبره هم رښتيا نه ده چي مسلمان اولس د”ترهګرۍ”ددغه غورځنګ منونکي نه دي ولي چي يوڅرګند مرکز يې د”جامعه حفصه”په بڼه څرګند شوټول پوهيږي چي دهېواد د قوانينو په روڼا کي ديادي شوي جامعې دکړنو(اقداماتو) ملا تړ کول هم دروند جرم جوړېدی دجامعې حفصې چلوونکو او لوستونکو دهېواد دقوانينو په روڼا کي بغاوت کړی وو چي په جرمونو کي تر ټولو دروند جرم دی خو نړۍ وليدل چي يواځي اولس او ددين عالمانو نه بلکې پوهانو(دانشورانو)او درسنيو خلګو ان چي دهېواد ستر عدالت هم دحکومت دغه ګام ناوړه وباله اوغندنه يې وکړه کوم ګام چي ددې بغاوت له منځه وړلو دپاره واخستل شو که څه هم دغه ګام حکومت په اندېښمن چاپېريال او د پرله پسې خبرو په وخت کي تر سره کړی خو بيا هم دجامعه حفصه وبغاوت ته دبغاوت ويلو زړه يا جرات په شمېر کسانو وکړی او چي چا هم زړورتوب وکړی هغوی ته تړۍ ورکول شوې چي وروسته داکتوبر داتلسمي نېټي پېښه او ورپسې دبې نظيري شهادت ددې لړۍ کړۍ وې په هم دې ورځو کي داسلام اباد په هوټل کي چاودنه وشوه څو ورځي وروسته له جماته څخه د سرکاري ملا په ايستلو سره چي کومو خلګو پرلال ماجت بېرته بری تر لاسه کړی دهغوی لپاره په رسنيو او اولس کي ملاتړ بېخي څرګند وو دمولانا عبدالعزيز دسپکاوي بېخي په پراخه کچه غندنه وکړل شوه په چوڼ کي داولس داستازي حکومت له پر له پسې کرکي سره دمخامخ کېدلو لامل هم دغه دی.

په قبايلي سيمو کي کېدونکی سرکاري اپرېشن له کلکو ستونزو سره مخامخ دی چي په ډاګه دا مخ نيوی تر سره کيږي يو څوک دغه اړتيا نه لري چي دا خبري يو څه پټي يا په پوښلې بڼه وکړي پر پاکستاني فوځ او قانون عملي کوونکو ادارو باندي بريدونه ورځنۍ خبري جوړوي په سوات کي په ډاګه ديو جلامملکت په توګه دحکومت په ضد وسله واخستل شوه له دې پرته هم دپاکستان په يوه لوی ښار کي داولسي ناستو وجوړولو ته څوک زړه نه ښه کوي چي دحکومت ديوه کړي کار ملا تړ وکړي او يا دبغاوت کوونکو په ضد دخپلي کرکي څرګندونه وکړي دا هر څه داسلام دواکمنۍ په لړ کي اولسي ملاتړجوتوي.

دپاکستان دلوړو ژورواو ويړو سيمو په خوشالو،تعليم يافته،او هغو ډلوکي چي ږغ يې تر يوځايه پوري رسيږي داسلامي شعارونو او ځانګړي کړو وړو خورېدنه په بېخي چټکتيا سره روانه ده او له دې څخه دسترګوپرپټوونکوباندي سړي ته هغه دپيل مرغ په اړه شوې خبره ورياده شي.دڅوپه شمېر نجونو اوهلکوانو ساز ژغول يا په رسنيو کي دخپلوتوکيو دپلورونکو په خرڅ دڅونجونوپه بې درکه ډول د “خپلواکۍ يا خپلي خوښي څرګندونه کول”دا بېخي نه جوتوي او نږدې سل په سله کي په باوري توګه ويل کېدلای شي که چېري دغه نجوني او هلکوان لږڅه را وګروول او وسپړل شي نو په ژورو کي به له هغه بنسټ پال مسلمان سره پلټونکی مخامخ شي چي دهغوی دا ايمان دی چي اسلام دنړۍ دټولو ستونزو دهوارولو وړتيا په برخه لري او اسلام ترټولوبشپړه او ښه نظام دی اويواځي مسلمانان پر نړۍ باندي دواکمنۍ حق لرونکي دي.

له امريکا څخه دکرکي اروايي پلټنه يا څېړنه که وکړل شي دهغې ريښې به نه خودقامي خپلواکۍ په تر لاسه کوونکوهيلوکي تر سترګو شي او نه به له انسان سره دخپلوۍ يا غمشريکۍ او نياومنتيا په غوښتنو کي وموندل شي،ددې کرکي ريښې په اسلامي تشخص کي دي په افغانستان يا عراق کي دامريکا دکړنو په کلکه سره دمخالفت په شاليد کي په کار دی چي سړی په دې وپوهيږي ولي کوم غبرګون چي پر هم دغه عراق باندي دهم دغي امريکې دنونس سوه نيوي (۱۹۹۰)په بريد کي وو چي عراق کويت نيولی وو هغه وخت دامريکې په ضد و دومره تاوتريخوالي ته ځکه اړتيانه وه چي امريکاهغه وخت ديوه زيات اسلامي هېواد کويت(چېري چي شېخ واکمن وو)له يو کم اسلامي هېوادعراق(چېري چي دنوي ډول پلوي واکمني وه)څخه دژغورلو هڅه کوله تر دې له مخه ذوالفقارعلي بوټودخپلي واکمنۍ په ضد دامريکا داخستل شوو ګامونو لاسوندونه وړاندي کړل خو زموږ ددين عالمان او ددين دواکمنۍ ملا تړکوونکو دامريکا پر ځای دبوټو مخ نيوي ته ملا تړلې وه ولي چي بوټو ددوی دلوی مرام په لاره کي اغزی ووځکه چي دبوټو له هغو ټولو اخستل شوو ګامونو(چي داسلامي هېوادونو ديووالي لپاره يې اخستي وو) پرته هم داسلام خوښوونکو ډلو باور ووچي دبوټو نوی فکر داسلام له اري(اصلي)بڼې په لاره کي خنډدی نو ځکه هغوی ويل که چېري امريکابوټو له منځه وړل غواړي نو دامريکې دغه کړه دستايني وړ دي هم دغه رنګه په افغان جګړه کي دروس په ضد امريکا زموږ داولس او ځانګړو ډلو دمخکښۍ او مشرۍ وړ وه ولي چي هغوی ديواسلامي هېواد له دهريانو څخه په ژغورلوباندي داسلام چوپړته ملا تړلې وه له هم دې کبله امريکا تر پنځوسوکلونو پوري زموږ په زړه پوري ملګرې وه ان چي دطالبانودواکمنۍ په دوره کي هم تر ډېره وخته پوري پر مسلمان وجدان باندي امريکادروندبارنه وه ځکه چي هغوی زموږ پر اسلام خوښونه باندي نيوکه نه درلودله،امريکا په شپېتو کلونو کي دنړۍګڼ شمېرواکمنۍ پر بله خواواړولې چي په هغوی کي دمصدق او سويکارنو واکمنۍ هم وې پر وېت نام باندي په پنځه ويشت(۲۵) کلنه جګړه کي که څه هم په کروړونو ټنه بمونه وغورځول شول دمسلمانانوپروجدان باندي درانه نه پرېوتل او خواشيني نه شول دا خبره رښتيا ده چي اسلام يواځي هغه وړ رښتينوالی يا صداقت دی چي ملاتړ يا مخالفت يې زموږ لپاره ارزښت لرونکی دی که چېري کافرتېری وکړي او داسلام ملاتړ وکوي وموږ ته دمنلو وړ دی اوکه چېري کافر ځپلی(مظلوم)وي او داسلام سره مخالفت ولري زموږ دپام وړ به نه وي دنړۍ بېلابېلوتهذيبونو په خپل خپل وخت کي پر نورو تهذيبونو او قامونو باندي سوبه موندلې او پر هغو سيمو يې تېری کړی دی.هره سوبه د لاندي کړل شوي په خيال کي تېری او ظلم وي روم پر مريانو باندي ډېرتېری اونادودي وکړې دايران خسروانانولاندي شوي سيمي او مريان ډېر وځورول او په هغوی باندي يې ډېري ناوړي اونادودي وکړې په کوشنۍ وچه کي ارين سوبمنو د دراوړ تهذيب په ورانولو سره نوی تهذيب رامنځ ته کړی منګولانو اوتاتاريانو نړۍ ورانه کړه يورپي قامونوچي دنوو ودانيو نظام پلي کړی هم يې پر قامونو باندي دځور او ښکېلاک له لاري ودان کړی دنن ودانه امريکا چي ديوې زوروري بلا په څېر لوی لوی هېوادونو تر پښو لاندي کوي او په جګه غاړه ګرزي او څوک چي ددې بلا تر پښو لاندي راغلي دي ښکاره خبره ده چي هغه خو ځوريږي تر سوبه وروسته پر دې اړخ باندي دنړۍ دهرتهذيب خلګ نيوکي کوي او که دتهذيب دلوړاوي پر وخت باندي دا کار نه شي تر سره نو راتلونکي اولسونه يې دغه کار هرو مرو تر سره کوي په خپله دسوبمنو په خپلو قامونو کي هم دکره کتني اودهغو دناوړه کړنو دغندني ږغ را پورته شوی دی خو واسلامي کړکېښ ياتاريخ ته که ځير شو نو په څوارلس سوه کاله کي هيڅ داسي څه نه وينو چي يوه اسلامي مفکر او پوهانديا عالم دي دمسلمانانو دسوبي پر کړنو باندي نيوکه کړې وي ولي چي دا دمسلمانانو دايمان برخه جوړه کړل شوې ده چي هر هغه څه چي داسلام په نوم تر سره کړل شي هغه رښتوني وي هغه عقيدې چي په ټوله نړۍ کي ددين دخوروني او اسلام دواکمنۍ دغورځنګ په پياوړي کولو کي برخه لري داسي يې وړاندي کولای شو.

(۱)اسلام دژوند يوداسي بشپړه چوکاټ دی چي دهري ستونزي دوروستۍ او تلپاتي هوارولووړتيا يې په برخه ده .

(۲)داسلام هر حکم او هر چوکاټ دتل لپاره دی مانا دا چي په هر وخت کي به هم هغسي په کار اچول کيږي لکه څنګه چي درسول الله صلی الله عليه واله وسلم او يارانو په وخت کي په کار اچول شوی وو.

(۳)اسلام يواځنۍ رښتينواله ده له دې پرته چي څه هم دي هغه په کار دی داسلام پر تګ لاره برابر کړل شي او که نه وي نو له منځه وړل يې پرمسلمانانوباندي فرض دي مانا دا چي څوک هم داسلام نامنونکي وي هغه بې لاري دي او دهغو له منځه وړل پر مسلمانانو باندي فرض دي.

(۴)دخدای پاک حکم دی چي اسلام دي پر نورو مذهبونو او نظامونو باندي برلاسی شي ولي چي له اسلامه پرته هر نظام دجاهليت نظام دی او له الله پاک څخه بغاوت دی.

(۵)مسلمان قام تر ټولو قامونو ښه دی او دا قام پر نړۍ دحکومت کولو لپاره ټاکل شوی دی دنړۍ او اخرت ښېګړي يواځي درښتوني مسلمانانو دپاره دي او مسلمان هغه دی چي دشرعي په روڼا کي عمل کوي.

(۶)پر نړۍ باندي داسلام دخورولو او دکفر دواکمنيوله منځه وړلو په نيت چي کوم ګام پورته کړل شي هغه جهاد دی او په دې جهاد کي وهر مړه شوي ته شهيد ويل کيږي او دشهيد انعام جنت اوپه جنت کي حوري دي دشهيدټولي کړي ګناوي ور بخښل کيږي او دشهيد انعام دشهادت په برخه کېدو سره سم دشهيد په برخه رسيږي.

(۷)جهاد پر هرروغتيا لرونکي مسلمان فرض دی او له جهاد څخه مرام دی پر اسلام نه منونکي اولس باندي داسلام دخورولو دپاره په وسله سره جګړه،ځکه چي کافران دخدای پاک دښمنان دي دجهاد نوري ټولي ماناوي دويم(ثانوي) ارزښت په برخه لري جهاد يواځي دځان ساتني لپاره نه دی بلکې داسلام دخوروني لپاره په پرمختګ کولو او دکافرانو په ضد تر سره کيږي.

(۸)ددين او مخکښانوله حکم سره اختلاف کفر دی يا لږ تر لږه رياکاري ده کافر او رياکار چي څه هم وکړي دهغه هيڅ يوه کارنامه هغه ديو سپېڅلي مسلمان وځای ته نه شي رسولای رښتونی مسلمان که په ذهني سويه هر څومره وي.

(۹)ددين پوهه تر هره پوهه ښه او دارزښت وړ ده تر دې لوړه پوهه بله نشته ددين پوهه دومره پراخه او ژوره ده چي دا داولس له عقل او پوهي څخه ډېره لوړه ده او کوم سړی چي ددين دعالمانو مخورتوب او داسلام پر تګلاره ژوند تېرېدل خپل نه کړي هغه داسلام پوه يا عالم نه شي جوړېدلای.

(۱۰)ددين بلنه ورکوونکي او زدکړه ورکوونکي دغه عالمان دخدای په مخلوق کي ښه خلګ دي له دې استادانوڅخه زدکړه کول او دهغوی پر ښوولې لاره باندي تګ کول پر هر مسلمان باندي فرض ده.

دغه عقيدې يواځي دپاکستان دشمالي سيمو يا يواځي دافغانستان دمسلمانانو نه دي او نه دا دپاکستان تر مدرسو پوري دي دادټولو مسلمانانو عقيدې دي چي په هم دې بڼه په هغو مسلمانانو کي هم تر اوسه پوري په بشپړه توګه شته چي له ټولي نړۍڅخه په کډه کولوسره دنړۍ په نووصنعتي ټولنوکي د روزګار او خوشالۍ لپاره مېشت او ودان شوي دي او اوس دهغه ځای ښاريان دي ددين دبلني او خوروني غورځنګ ودغو ودانو شوو خلګو ته دومره توان زړه او باور ورکړی چي هغوی پر خپلو کوربنو هېوادونو باندي دمسلمانانو د واکمنۍ خوبونه ويني دسيد قطب دپلوي ډاکټرکليم صديقي “ګلوبل اسلامک موومنټ”په برطانيه کي د مسلم پارليمان غورځنګ هڅي کوي په فرانسه،جرمني،نېدرلېنډاونورو هېوادونو کي دمسلمانانوهيلي او ولولي له دې غبرګون څخه څارل کېدلای شي چي هغوی دخپلو ماجتانو دمخکښانو په مشرتابه کي پر”کارټون”چاپېدلو باندي ترسره کړی، اوددې لږو لږکيواو شاته پاته اولس کېدو پرته هم ددغه نوو مېشتو خلګو ازانګې دومره لوړي وې چي يواځي ددې عقيدې لرونکي (چي هر وطن زما دی ولي چي هر وطن زما دخدای دی) يې کولای شي.په سپېن کي خو مسلمانان کډوال خپل ځان کډوال بېخي نه ګڼي چي دوی دهغه ځای لږکي دي يا دي دوی له سپېن څخه يو ډول مننه وکړي چي دوی ته يې دهغه ځای خپلوي(شهريت)ورپه برخه کړه او دبرابرۍ پر بنياد يې حقوق هم په برخه دي او دا چي ددوی وروڼه مانا عربيان وغيرعرب مسلمانانو ته خپلوي(شهريت)(که څه هم ټول ژوند په چوپړ کي ورسره تېر کړي) نه ورکوي په سپېن کي ودان شوي مسلمانان په ډاګه دا وايي چي سپېن دمسلمانانو دی ولي چي پر سپېن باندي زموږ نيکه ګان اته سوه کاله واکمن پاته شوي دي لکه څنګه چي په بهارت کي دلږکيو کېدلو پرته هم دخلافت دغورځنګ مخکښان دا وايي چي پر بهارت باندي دواکمنۍ حق دمسلمانانو دی او دا خبره دپاکستان داسلام دواکمنۍد غورځنګ دزړه خبره هم ده چي ترافغان جنګ وروسته په ټوله هېواد کي پر دېوالونو له ليکلو کرښو څخه څرګنده شوې وه او په رسمي توګه پر نظرياتي بنيادونو باندي دا ښوونه او درس اوس هم ورکول کيږي په ټوله نړۍ کي زموږ دغه تګلاره ځانګړې ده چي يوې خواته موږ په هرهېوادکي ځان ته دا حق ورکوو چي داسلام اودمسلمانانو دلوړاوي دپاره يو غورځنګ پلی کړو، جماتونه جوړ کړو،تبليغي مرکزونه جوړ کړو،او ديوه کوربه هېواد ونظام ته په کفري نظام ويلو سره دهغوی غندنه وکړو هلته هم دا زموږ دايمان برخه وي چي وچاته داسلام په ضد دخبري کولو اجازه ورنه کړو که څه هم هغه دا خبره په خپل هېواد کي کوي او بلي خواته دغه چوکاټ هم قانوني ارزښت په برخه لري چي دمسلمانانو په ټولنو کي اوسېدونکي غير مسلمانان به په خپله يوه خبره يا کړو باندي داسلام مخالفت نه کوي نه ديوې نيوکي حق لري او نه دي وخپلو عقېدو ته تر اسلام دلوړو ښوولوزړه ښه کوي پر اسلامي تاريخ او زموږ پر مخکښانو دي نيوکه نه کوي دا زموږ عقيده ده چي په يوه اسلامي ټولنه کي ويوه غير مسلم ته په هيڅ توګه دواکمنۍ تر لوړو پوړيو پوري درسېدلو وس او اجازه نه شي ورکول کېدلای او وغير مسلمانانو ته دمسلمانانو په څېر حقوق نه شي ورکول کېدلای او داټول ددې لپاره دي چي دعقيدې له رويه اسلام رښتونی دی چي په برلاسي پاته کېدو کي وهيڅ ډول جواز ته اړتيا نه لري.دمذهب پر بدلون باندي هم زموږ عقيده ځانګړې ده دهر مذهب وخلګو ته دخپل مذهب په پرېښوولوسره له هغه مسلمان جوړول زموږ حق دی خو دبل مذهب خوروونکي دا حق نه لري چي يو مسلمان دي دخپل مذهب ولوري ته ور وبولي په دې ډول خلګ اسلام ته دراتګ اجازه خو لري خو داسلام دپرېښوولو نه .

کوم خلګ چي دسولي او امن پراوسني وران شوي چاپېريال باندي خبره کوي چي دا دانتهاخوښوني پايله ده او په خپلو ويناوو،ليکنو،څېړنو او خبرو اترو کي په ډېرخوږمن زړه سره دا غوښتني کوي چي انتهاخوښوونکي دي دقانون اوهېواد په پلي کولو اوپاللو سره سمي لاري ته راشي او يا دا چي داسلام يوه داسي بڼه دي په خپل عمل سره وړاندي کړي چي ددې “مهذبي”نړۍ دخوښېدا وړ وي.دانه ده څرګنده چي دوی پر کوم اساس باندي دا غوښتني او خبري کوي وکومو کړنو ته چي بنسټ پالنه،انتها خوښونه،او وران کاري ويل کيږي هغه ددې منل شوو عقيدو له لاري يواځي دا نه چي روا دي بلکې پر مسلمانانو باندي فرض دي سيدقطب او سيد مودودي چي داسلام خوروني لپاره کوم غورځنګ پلي کړی ووهغوی په ډاګه دا ښوونه کوله تر هغوی مخکي شېخ عبدالوهاب او حضرت شاه ولي الله او تر هغوی هم له مخه حضرت امام احمد بن حنبل او ګن شمېر درنو مخکښانو هم دغه ښوونه کړې وه اقبال هم ددې جذباتو پالنه کړې وه دمسلمان په وينه کي دشاهين او غازي انځورونه اخښل شوي دي او” شهادت زموږ هيله ده”له يوې مودې څخه دمولانا مودودي دځوانانودږغ هم دغه ازانګه اورېدل کيږي.نن چي په وينو کي اخښل شوي دا خوبونه او پر شونډو نڅېدلي دغه ناري پر رښتيا کېدلو راغلي دي نو پر دې باندي زموږ هېښتيا هېښوونکې هم ده او يا يوه تېرايستونکې څرګندونه هم.تېر ايستونکې څرګندونه ځکه ده که چېري موږ له دې عقيدو سره اختلاف لرو نو موږ ولي يو وخت ونه ويلای شول اويامو ولي داخپله خبره په ډاګه ونه کړای شوه اوکه چېري ددې عقيدو يوه بله شرحه له موږ سره شته يا يې لرو نو ددې په وړاندي کولو کي خنډ څه دی؟يواځي ځان ژغورنه يا پالنه؟ايا په نظرياتي چارو او دقامونو په فکري رغونه کي ځان ساتنه يا ژغورنه دزغملو وړ ده؟که چېري دديني عالمانو يوه ډله دسياسي لوړو ژورو دغوښتنو داړتيا پر بنسټ باندي دځان مرګي بريدونو غندنه هم وکړي دا کړه سړی ځکه خواشينی کوي چي پر بل اړخ باندي بېرته هم دغه خلګ په هم هغه خبرو کولو او تر بل چا پوري په رسولو بوخت ښکاري چي پايله يې سم دلاسه هم دغه کړني دي.

داسلام له خوروني څخه چي کوم ځور واولس ته رسېږي مانا دا چي دبې ګناه خلګو مرګونه،له بې باورۍ او بد امنۍ له چاپېريال څخه دزورواکۍ خوښوني وده،داولس له ستونزو څخه دحکومت دبې پامۍ اولېري والي پايله داولس بشپړه نهيلي رښتيا چي ځوروونکې ده خوتردي ډېرځوروونکی او وېروونکی دراتلونکي وخت هغه انځور دی چي ددې غورځنګ ساده باده پلويان يې په خپلو وينو او داولس په وينو باندي کاږي چي دا يې خيال دی چي دغه غورځنګ پړاو پر پړاو پرټوله نړۍ باندي داسلام دپلي کېدلو لوري ته روان دی لکه څنګه چي ددوی ښوونکي ودوی ته ښوونه کوي دغه په لکهونو لېونۍ مينه لرونکي او په کروړونو مسلمان اولس په هم دې ايمان وياړنه او هيلو سره پرمختګ کوي چي داسلامي رياست دغه خوب پوره کېدونکی دی هغوی دخپلو ښوونکو و وړاندوينو ته دايمان په درجه ورکولو سره دا باورکړی دی چي کله هم دمسلمانانولشکردبهارت اوچين غوندي سترو هېوادونودنيولوپه نيت ووزي نو سوبه به يې داسي په پښو کي پرته وي لکه دمحمد بن قاسم يا محمود غزنوي او يا د مسلم بابلي چي په برخه رسېدلي وه.

کاش چي نن هم هغه ديارلس سوه کاله مخکينی ژوند وای يا زرکاله مخ کي دنيا وای چي عربيان اونورمسلمانان بريدکوونکي سوبمن شويووکه چېري دمسلمانانو فکري حالت بدلون ونه مومي نو ددې دا مانا خو نه ده چي نړۍ هم پر هغه ځای ولاړه ده او نه ده بدله شوې له پېړيو څخه چي موږ دځان خوښوني او ملي وياړ په کومه کنده کي په خوب پرې ايستل شوي يو هغه دا وخت په يو داسي سيلاني ژوبڼ ځای اووښتی دی او شاوخوا يو داسي داوسپني شپول پر (چي برېښنا يې هم ور ايله کړې ده)را ګرزېدلی دی چي له کومه ځايه څخه پلي کيږي موږ له هغه هم ناخبره پاته يو موږ شېران يو،شاهينان يو،غازيان يو،او شهادت زموږ هيله ده خو دنړۍ قامونه له هغه ځنګله څخه راوتلي دي چېري چي زموږ پاچهي وه دا يو بل ډول ځنګل دی چېري چي تر موږ دلويو بلاوو واکمني ده اوموږ دهغه بلاوو په جوړکړل شوي سيلاني ځای کي اوسېږو او هغه بلاوي دخپلي طبعي يا خيال دغوړېدو لپاره کله کله چڼې را تسي کړي او کله واړه واړه کاڼي راوغورځوي ولي چي دهغوی په خيال کي کېدای شي موږ هغه شېران هم نه يوبلکې يواځي هغه چڼې خوړونکی مخلوق يو چي هغوی کله کله دخپل اولس دوېرولوکار راڅخه اخلي.

داسلام خوروني دغورځنګ دکوموپړاوونو انځورونه چي زموږ عالمانو د غورځنګ دغړوپه مخ کي انځورکړې ده ترکومه بريده پوري به بشپړه کړل شي.په څرګنده توګه نه شي ويل کېدلای خو امکان لري چي دمسلمان هېوادونو دواکمنانو له واکه اچولواودحکومتي نظامونود دلي دوري کولوپړاو هم په برياليتوب سره ترسره کړل شي ولي چي دا کړه دهغو واکمنوچنداني دخواشينۍ لامل نه ګرزي دچا په ضد چي موږ دشهادت ارمان په خيال او زړه کي لرو.ولي چي دملټي نېشنل کمپنيانو توکي بياهم خرڅيږي په کراچي کي ديوسل او څلوېښتو مړو او پنځو سوو ټپيانودخورو ورو پرتو اندامونودخبرونو په ځنډولو سره په يوه کوشنۍ کاروباري دمه کي په نڅا بوخت هلکوان او نجوني په يوه ملفون لوبي کوي او دپېپسي بوتل پورته کښته او جګ جګ کوي او څه ښايسته موټران په پلورنځي کي تر يو بل دښه والي په ګوندي سره څرلول کيږي امکان لري چي دمسلمان هېوادونودهر حکومت او هر سياست پوه په ستړو اخته کول يا سپکي ور اړول سم دلاسه دملټي نېشنل کمپنيانو په ګټه وي.دقام غوښتني،وطن غوښتني،او دقامي رياست دنظرياتو له کبله چي قامونه ددغو نوو ودانوشوو له لاسه وتلي دي په يوه پېيل شوې يا منظمه توګه له منځه وړل کيږي دشاته پاته او دنوي خپلواکيو تر لاسه کوونکو قامونو تر منډيانو پوري په پراخ موټ درسېدلو لپاره دهغوقامونومرکزي قامي واکمنان دبېلوالي له ستړو سره مخامخ کول او يا منځنی تاو تريخوالی راوستل وهر چاته يو څرګند کړه او تګلاره ده چي له مودي څخه دغه کړنلاره پلي کيږي د ای ټي او(ito) په روڼا کي کېدونکي بين الاقوامي ژمني ددې تګلاري پلي کېدو نکې بڼه ده او داسلام دخوروني غورځنګ چي ترکومه وخته پوري دمسلمانو هېوادونوبريد پولي او حکومتونه پورته کښته کوي تر هغو پوري وملټي نېشنل چوکاټ ته هيڅ زيان نه وراوړي.او داکړه هغوی ته داسي ايسي لکه په ژوبڼ کي چي زمريانو ياشېرانوته دهوسيو دښکارکولو اويا دپيلانو دګلې دځوروني واک ورکول شوی وي.

په راتلونکې کي به لويه ستړې يواځي دا نه وي چي موږ به ددې پړاوونو په دوران کي له قامي بريدونو او دواکمنۍ له اغېزمنو ادارو څخه بې برخي شو او لويه ستړې به په دې کي هم نه وي چي زموږ دڅو نسلونو واک او وسيلې به دخپلو پښو په کښلو کي ګار شوي وي لويه ستړې په دي کي ده که چېري موږ تر دې پړاوونو په تېرېدلو سره دطالبانو يواځنۍ اسلامي پاچهي جوړه هم کړومانا چي دنړيوال ودان اولس لپاره چي کوم څه په ګټه دي هغه دطالبانو خلافت هم ورځ په ورځ واکمن او اغېزمن شي او ددې هر څه په څارلو سره په ګاونډ کي چين او بهارت هم پر دې کړو باندي سترګي پټي کړي او په دې ډول دغه معجزه تر سره شي نو پر داسي وخت به داسلام په خورېدلو سرشار او دخوښ اسلامي لشکر پر بهارت او چين باندي له بريدڅخه راګرځول امکان نه لري او لويه ستړې به په رښتيا هم هغه وخت پيليږي موږ دغه انتهايي امکانات ځکه ومخ ته ږدو چي دا به ددې غورځنګ منطقي پايله وي او دا لويه او ستره ستړې به ځکه را مخ ته شي ولي چي:

دا لېري نه ده چي په جنګېدلو را جنګېدلو او وژلو را وژلو کي به دغه مسلمان بهير دخلافت اسلاميه دمرکز دجوړولو په دوران کي دومره پرمختګ کړی وي چي پرنوې پوهه او هنر(ساينس او ټکنالوژي) باندي به په ښه او لوړه سويه بر لاسي وي او بېخي نوی ساتونکی نظام به يې هم پلي کړی وي هغوی به دکېميکل او نيو کلييروسلو په ضد خپل ساتونکی ډال هم رغولی وي چي له پرمختللو قامونو سره شته.دتشيال ټکنالوژي به هم داميرالمومنين په لاس کي خوندي وي تر بين الاقوامي سويه په لوړه کچه باندي دجګړي دکړنلاري پوهه به هم ز موږ په برخه وي او دنړيوالو قامونو دورانوونکي عسکري ارزښت مخ نيوی به موږ په لاس کي لرو.

دا ټوله امکان نه لري ولي چي په کومه توګه داسلامي غورځنګونو او نوو پوهو يا عصري علوموتر منځ کرکه کرل شوې ده دهغه منطقي پايله داده چي موږ کېدای شي دروايتي وسلو دجوړولو وس هم ونه لرو په باوري توګه ويلای شو چي زموږ دشهادت دجذبې يوه لسمه هم له کافرانو سره نشته خو له خپلو خوندي ځايونو څخه د درنو ورانيو جوړوونکو وسلو چلول خو دشهادت له جذبي پرته هم کېدلای شي دنړۍ نوي علمي او صنعتي هېوادونه دتاريخ او تجربې څخه سترګي پټول يوه ستره او نه جبرانېدونکې ګناه ګڼي ټول په دې خبر دي چي څه قامونو ته عربيانو ماته ورکړه او تاتاريانو دبغداد په ورانولو سره داسلامي تهذيب په زړه پوري دور له منځه يووړی او په دې هم ټوله خبر دي چي د دواړو په مخکي دوه لوی لاملونه وو.

(۱)دبريد کوونکو بېخي ساده والی او دسوبي کلکه جذبه،هغه که ايماني جذبه وي او که دتاتاريانو ددنيا هوس .

(۲)له بريد سره دمخامخ کېدونکودخوشاله ژوند لرلو له کبله ځان نه ځورول او له جګړي څخه لاس په سر کېدل .

خو په تېرو وختونو کي ددواړو تر منځ بېخي لږ توپير کېدلای شوای ولي چي په بريد کوونکو او ګرزوونکو دواړوډلو کي به دوسلې په لرلو کي دومره توپير نه وو له دې لاملونو څخه نوي قامونه ناخبره نه دي پاته هغه ويښ قامونه دي دجهاد په کومه جذبه چي مسلمانانو بری تر لاسه کړی،يا چي دسوبي کومي ميني دتاتاريانو بری په برخه کړی دا ټولوکېدای شي هيڅ اغېزه نه درلودای که چېري دبريدکوونکو په مخ کي له دفاع کوونکو سره زهرجني هواوي او دپراخي ورانۍ کوونکې وسلې ورسره وای نن له دې پر مختللو قامونو سره دغه وسلې ورسره دي ان چي وروستۍ خبرتيا داده چي روس په داسي جوهري وسله جوړولو برلاسی شوی دی چي دورانۍ اغېزې يې تر اړه لرونکې سيمه دباندي نه وزي او دا خبره هم کېدای شي چي دا قامونه دبريد کوونکو په ضد دغه وسلې په کار وانه چوي هم دغه به هغه ځوروونکې او وېروونکې ستړې وي چي زموږ ددين عالمان سر نه په ګرويي او سترګي يې پر پټي کړي دي.

يوه لاره خو داده چي ددغه ډول اندېښنو وڅرګندوونکو ته سم دلاسه دبې زړه توب په پېغور ورکولو سره په خپلو ډلو کي باور پر ځای وساتل شي خو دا لاره ځکه ناوړه اوتاواني ده چي دومره څرګنده وراني نه ليدل او يا خپل ساده باده پلويان د زړورتوب په نوم راپارول دهيڅ ډول ديني اواخلاقي کړنلاري له رويه سم کار نه دی

دا به ومنو چي دروس،چين،بهارت او لوېديزو ښکېلاکګرو له منځه وړل پر ځای خبره ده،دپاک افغان له مدرسو څخه دايمان روڼا په لاس کي دلرونکي مشرتابه تر نړيوالي واکمنۍ پوري رسول هم پر ځای خبره ده دحرمين شريفين له ساتونکو څخه دټولي نړۍ ساتونکي جوړول هم پر ځای خبره ده (که چېري دا انګېرل شوي خبري ومنل هم شي)نو ددغه مرامونو تر لاسه کول دومره ارزښت لري چي دهغوی لپاره د کروړونو مسلمانانو مجاهدينوپه ټوليزه توګه شهادت هم روا ګڼلی شي؟ددې پوښتني کره ځواب تر هغه وخته پوري ناشونی دی چي دا نه وي ټاکل شوې چي ددې عقيدو صحت څه دی چي ددې پر بنسټ باندي دغه مرامونه پر ځای ګڼل کيږي او ددې خبري څه پخلی کېدلای شي چي تر دومره ټولنيزو بلهاريو(قربانيو) وروسته چي دکومي سوبي زېری ورکول کيږي هغه به هم تر سره شي که نه شي؟

دا هېښوونکې ده چي موږ کله داوسنيو غورځنګونو نظريات په دې ډول وړاندي کوو نو عام وګړي يا اولس يې ګپه ،نيوکه يا مسخرې ګڼي امکان لري چي څه کسانو ته به خښم (کاوړ)هم ورځي چي و اسلامي غورځنګونوته په سپکه ورګوري خو دا يوجذباتي او بې ځايه غبرګون کېدلای شي ولي چي په رښتيا سره دغه انځورونه(نقشه) څه طنزيه يا سپکاوی نه دی بلکې دا نظرياتي خاکه دغورځنګ د راتلونکي يا مستقبل لپاره دټاکلي چوکاټ پر څېړنه باندي ولاړه اواساس لري چي له بېلا بېلو لوستونکو او استادانو څخه تر پوښتلو وروسته جوړه کړل شوې ده دجماعت اسلامي پر ليکنو برسېره داخوان المسلمون دمشر سيد قطب ليکني هم کتل شوي دي په بهارت،برطانيه،سپېن اونورو هېوادونوکي دمسلمانانو دتنظيمونو شعارونو اوتګلارو(منشورونو)کتنه هم تر سره کړل شوې ده دغه نظرياتي خاکه تر خپله وسه پوري له مبالغې څخه په ځان ساتلو سره ليکل شوې ده خو دا چي مبالغه ډوله څرګنديږي دهغه لامل دادی چي دنن عام لوستونکی مسلمان دنوي دور دفکري غورځنګونو څخه اغېزمن شوی دی چي په هغوی کي انساني حقوق،درايي ورکولو خپلواکي،او داولسواکۍ تصورات څه داسي تصورات دي چي دهغو په مخ کي داسلام هغه تصورات په يو ځانګړي انداز سره څه شاته پاته ښکاري چي په مدرسويا داسلام دخوروني په غورځنګونوکي ترسترګو کيږي نو کله چي دهغوی بيان په اره بڼه يا په لوی زړه سره وکړل شي نو کېدای شي چي واورېدونکو ته ګپه،بېځايه خبري يا مبالغه ډوله په نظر ورشي چي دا هم ځانله پر خپل ځای يوه درنه ستونزه او لويه ستړې ده.