کور / تازه خبرونه / کرزی: هېڅکله ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژنو

کرزی: هېڅکله ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژنو

کابل : د بي بي سي د خبر له مخې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، هېڅکله به هم د ډیورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني، هغه وویل، چې د ګوشتې ولسوالۍ پېښه د ډیورنډ د کرښې د پېژندلو د فشار لپاره وه.خو له ګاونډیانو سره د دوستۍ اړیکي غواړو.افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، هېواد به یې د ډیورنډ کرښه هېڅکله په رسمیت ونه پېژني. نوموړي دا خبرې په کابل کې یوې خبري غونډې ته کولې. حامد کرزي وویل، هېڅ هېواد دا حق او جرأت نه لري، چې د ډیورنډ کرښه په افغانستان په زور ومني. ولسمشر کرزي خبریالانو ته دا هم وویل، چې پاکستان پر سرحدي سیمو د شخړې له رامنځ ته کولو دوې موخې لري:یو دا چې له تېرو لسو کلونو راهیسې د نړیوالو په همکارۍ افغانستان ورځ تر بلې ډېر پیاوړی کېږي، دوی غواړي، چې افغانستان پر خپلو پښو ونه درېږي، په تېزۍ سره مخته ولاړ نه شي، بل هدف یې دا دی چې د افغانستان خلک د ډیورنډ کرښې په اړه د خبرو لپاره اړ شي، او د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني”.ولسمشر کرزي وویل، د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د توغندیزو بریدونو خبره یې امریکا ته هم کړې ده.ده وویل، چې له پاکستاني سرتېرو سره د افغان حکومت له لوري پوځ ته د جګړې امر نه و شوی، بلکې په وینا یې دا یوه داسې پېښه وه، چې تر شا یې نور لاسونه وو:موږ له پاکستان سره هېڅ جګړه کول نه غواړو، دا نه د پاکستان په ګټه دی او نه هم د افغانستان په خیر. زموږ هیله دا ده، چې پاکستان د بریدونو له لارې افغانان دې ته اړ نه کړي، چې غبرګون وښيي “.تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ دې غاړې ته د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوستو پر سر افغان ځواکونه له پاکستاني هغو سره کېوتل، چې لږترلږه یو افغان سرتېری په کې ووژل شو.افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري، چې کله- کله يې په اوږدو کې ستونزې ټوکېږي.”د تېرې جمعې په ورځ (مې ۳) هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو، چې حکومت به یې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته هېڅ ډول بهرني پوځي تاسیسات او پوستې پرې نه ږدي.حامد کرزي هیله ښودلې ده، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پیل شوې جګړه تر دې پراخه نه شي.افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري، چې کله- کله يې په اوږدو کې ستونزې ټوکېږي.پر همدې مهال په کابل کې د مدني ټولنې غړو او نورو لسګونو کسانو د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.د لاریون موخه وړمه شپه د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ نښته کې د پاکستان غندل او له افغان ځواکونو سره ملاتړ اعلانول وو