د هېواد دوتلي او منلی فوکلورپوه ليکوال عبدالکريم پتنګ د څيړنيزو هڅو لمانځوغونډه پای ته ورسيده .
د روان 2008 /5/23 مه نېټه د پيوستون کلتوري او خپروندويه ټولنې په زيار دخوست دجرګو په تالار کې دجمعې په ورځ د سهار په 8 بجو د ښاغلي محمد اياز آواب لخوا د قران کريم د څو اياتونو په تلاوت پيل شوه دسټيج چارې دښاغلي محمد الياس وحدت اونوراجان بهير په غاړه وې ورپسې ملي سرود وغږول شو بيا د غونډې مشر او ميلمانه په ګوته شو ل استاد محمداصف صميم د غونډې مشر ، پوهندوی ډاکتر عبدالغني برزين مهر د بلخ پوهنتون استاد ، دخوست ولايت مرستيال حاجي صبری ، عبدالغفور مهدي ، د خوست پوهنتون رئيس ډاکتر ګل حسن ولي زی ، عبدالکريم پتنګ ، استاد شريف ځدران ، ذبيح الله احمدي ، اسدالله دانش ، ډاکتر خوشال روهي ، اسرار کريمزی او …. دسيمينار ځانګړې ميلمانه وو .
په پيل کې نوراجان بهير د ښاغلي عبدالکريم پتنګ ژوند ليک ولوست ، محمد الياس وحدت د سيمينار د ازرښت او اړتيا په اړه وغږيده ورپسې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ښاغلي عبدالکريم خرم پیغام ښاغلي وحيدزي ولوست . نصير احمد روښان د عبدالکريم پتنګ د فوکلوريکو هڅو په اړه مقاله ولوسته دويمه مقاله د بلخ پوهنتون داستاد عبدالغني برزين مهر ولوسته ،چې د پښتو د لنډيو اودري هغو تر منځ يې په زړه پورې پرتله کړې وه درېيمه مقاله د خوست پوهنتون استاد ذبيح الله احمدي ولوسته د کاروان صيب ليکنه ښاغلي عبدالغفور مهدي ولوسته دغه ليکنه ښاغلي کاروان همدغه سيمينار ته ليکلې وه خو د ځينو بوختياوو له کبله ونه توانيده ، چې په سيمينار کې ګډون وکړي څلورمه مقاله د ښاغلي محمد نبي صلاحي وه ، چې د خلکو تجربې نومې اثر ته یې لنډه کتنه کړې وه ، ولوسته پنځمه مقاله د استاد شريف ځدران وه نوموړي ( ګړني ادب ) کتاب په اړه مقاله درلوده د تواب الدين مقاله ، چې ډېره په زړه پوري معلومات یې درلودل او د ( الهي حقیقت ) نومې اثر ته ځانګړې شوې وه ولوسته ورپسې ښاغلی برهان د پتنګ صيب د ( الهي حقيقت او فوکلوريکي مرغلرۍ ) په نوم دوو اثارو وغږيده . له ده وروسته استاد صميم خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه ، چې زه به خپلې خبرې په ليکلې بڼه پيوستون کلتوري ټولنې ته وسپارم ،چې د مقالو په ټولګه کې يې چاپ کړي وروسته ښاغلي ډاکتر خوشال روهي د سيمينار په اړه وغږيده او د فوکلور په ارزښت يې خبرې وکړې نوموړي وويل ، چې دغه برخه بيخې له پامه لويدلې موږ بايد دېته نورخپل پام راواړو همداراز نوموړی د پښتنو د ادبي فرهنګي هڅو د يووالي په اړه مفصلې خبرې وکړې او د افغان کلتوري ټولنو دجرګې په فعاليتونو یې رڼا واچوله په پام کې وه ، چې په خوست کې د کلتوري ادبي بهیر بنسټ کېښودل شي خو کله ، چې خبر شو ، چې د سيدجمال الدين افغان ادبي بهير له يو کال راهیسې منظمې غونډې کوي او د پام وړ ګډونوال لري نو ځکه د بل بهير له جوړونې تير شوو ده له دوستانو وغوښتل ،چې دسيدجمال الدين افغان ادبي بهير پياوړې کړې او په غونډو کې يې منظمه برخه واخلي ده د سيدجمال الدين افغان بهير له برخوالو وغوښتل ، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې ته خپل استازي وروپيژني .
د پيوستون کلتوري او خپرندويه ټولنې ځوان ليکوال محمد قاسم ته د استاد محمد اصف صميم او تواب الدين غورځنګ ته د ډاکتر ګل حسن ولي زي په لاس د دوی د فرهنګي برياليتوبونو له کبله ستاينليکونه ورکړل .
د غونډې په پای کې الحاج عبدالکريم پتنګ له پيوستون کلتوري او خپروندويه ټولنې مننه وکړه د غونډې په پای کې له بلخ څخه راغلي ميلمه ډاکتر عبدالغني برزين مهر ته د خوستوالو ددود له مخې پګړۍ ورپه سر شوه .
لراوبر : د دې غونډي د جريان او برخه والو په زړه پوري عکسونه وروسته له دې ځايه پرليکه کيږي ، ليدل يې مه هېروئ .