یو الجزايری انډیوال لرم. ښه مسلمان دﺉ – او پرخپل وطن هم مين دﺉ ، نو ولي به نه وي خو(الحب الوطن من الايمان) . یوه جمعه مو د جامع ملا خورا بېخونه دور وکړﺉ. ملګری مي د لمانځه تر ادا کولو وروسته راته وويل : ٫٫ډېر کلونه پخوا زموږ وکلي ته یو پوه او فاضل عالم راغلی ، چي «کمل عبدالسلام» نومېدۍ. نوموړي د علم ، عمل ، عظمت ، تواضع او اعلی اخلاقو په صفاتو مالامال انسان و. خلګو هم دستي د ده څخه زموږ د کلي د زاړه امام پر ځای د درېدلو غوښتنه وکړه، او ده هم دوهمه پکښي وه نه کړه. ملا عبدالسلام ته خدای (ج) داسي علم، فصاحت او بلاغت ورکړی و چي خلګ يې هيڅ په دور(وعظ) او نصيحت نه مړېدل . هر اونۍ يې مقتدایان مخ پرډېرېدو ول .په ډېر لږ وخت کي ، هره جمعه د ليرو کلیو خلګ د ده پر عالمانه وعظ را مات سول .
ورځي هفتې سوې ، مياشتي کلونه، تر څو پسله ۸ کلو یوه جمعه ده و خلګو ته وويل چي : ٫٫ آه خلګو! زه نور دا کار نه سم کولای٬٬. ټول حيران او خوابدي سول، ملا عبدالسلام ته يې و ويل: ٫٫ولي ملا صاحب، زموږ څخه څه خطا سوې ده ؟ څه پېښه ده ؟ د چا څخه خوابدی سوی يې ؟ ٬٬ ده په جواب کي ورته و ويل : ٫٫ زه د هيڅ چا څخه نه یم خوا بدی سوی.٬٬ خو خلګو راټينګ کړ چي: ٫٫ نو ولي ځې؟ ٬٬ بالاخره ده ورته وويل چي: ٫٫ په يو حديث شريف کي راغلي دي چي د ايمان اعلی درجه د کلمې شريفي د اصلي معنا په پوهېدلو کي ده او ادنا هغه يې د لاري څخه د یوه کثافت یا مضر شي په ليري کولو کي. ما دا اته کاله زیار و ايست چي تاسي ته هغه اعلی درجه ایمان دروګټم خو، له بده مرغه، ونه توانېدم چي حتی ادنا درجه ايمان لا در وګټلای سم. ولي چي نن هم هغسي ، لکه زه چي اوله ورځ ستاسي کلي ته راغلی وم ، کوڅې مو په چټلی او کثافاتو ډکي دي . او په دې کي زه تر تاسو ډېر ملامت یم . ..چي تاسي مي سم نه ياست پوهولي. نو ما پرېږدﺉ چي بيرته وخپلو کتابونو ته ولاړسم او خپله نيمګړتیاپیدا او اصلاح کړم.