لاهور: د بي بي سي د خبر له مخې د هند لومړي وزیر منموهن سېنګ غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور بندي هندي وګړي باندې برید کوونکي او د ده په وژنه کې ښکېل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي. سربجیت سېنګ د یوې پاکستانۍ محکمې لخوا په ۱۹۹۰ کال کې د بمي بریدونو په یوې لړۍ کې چې څوارلس کسان په کې وژل شوي وو، د لاس لرلو په تور د مرګ په سزا محکوم شوی و.پر نوموړي تېره اونۍ په زندان کې بندیانو برید وکړ او د لاهور په یوه روغتون کې مړ شو. بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سربجیت سینګ د زړه حملې له کبله ومړ. بل لور ته تېره شپه د لاهور جناح روغتون مسوولینو ویلي و، چې سربجیت سنګ د سختو ټپونو له امله مړ شوی.د پنجشنبې په ګهیځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې وویل شول، چې زندان کې د بندیان تر منځ د شخړې پر مهال ټپي شوی، سربجیت سینګ د تېرې جمعې په ورځ جناح روغتون کې بستري شوی و، چې نن ګهیځ وختي یې ساه ورکړه. د سربجیت سېنګ کورنۍ څو ځلې ده ته د بښنې غوښتنه کړې وه. د سربجیت سېنګ کورنۍ څو ځلې ده ته د بښنې غوښتنه کړې وه. د دوی په وینا هغه بې ګناه و او پاکستان ته په تېروتنه ور اوښتی و. د هند د کورنیو چارو وزیر سوشیل کومار شیندی وویل، حکومت له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه اړیکې نیولې دي.” موږ هڅه کوو، چې د ده مړی ژر تر ژره تر لاسه کړو. زموږ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له پاکستان سره په دې اړه خبرې کوي. چې مړی مو تر لاسه کړ، چېرته چې د ده کورنۍ غواړي، هلته به یې وروستي مراسم تر سره شي.” سربجیت سینګ له ۲۲ کلونو راهیسې د مرګ سزا لپاره د لاهور په کوټ لکپت زندان کې منتظر و. د تېرې جمعې په ورځ زندان کې پر نوموړي دوو زندانیانو برید وکړ او نوموړی یې سخت ټپي کړ. د هغه سر او د بدن نورې برخې سختې ټپې شوې.