کور / تازه خبرونه / دننګرهاردګوشتي ولسوالۍ کي دافغاني او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پيل شوه

دننګرهاردګوشتي ولسوالۍ کي دافغاني او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پيل شوه

ننګرهار: درسنیودراپور له مخي نن چهارشنبه د ننګرهارولایت دګوشتي ولسوالي کي دافغان اوپاکستاني ځواکونوترمنځ سخته جګړه ونښته. دغه دجګړه نن ماښام دګوشتي ولسوالي کي پرهغوسیموکي پیل شوه چي دپاکستاني پوځ څـوورځي مخکي دافغانستان پرخاوره باندی تیري کړي وو،او دګوشتي ولسوالي په سیمه کي نوي دروازي جوړی کړی وي. راپورونه وایې چي افغاني پوځونه توانیدلي دي چي دپاکستان له لوري دګوشتې په ولسوالۍ کې یوشمېر پوستې او دروازي،چې پاکستاني پوځیانوپه وروستیوکې جوړ ي کړي وي ونیسي اوویجاړ ي یې کړي .دغه سرچینه وایې چې افغان ځواکونو له پاکستاني پوځیانو څخه دمګړۍ پنځه پوستې بېرته نیولي دي.دراپورونوله مخي تراوسه پوري نښته روانه ده اوپه نتیجه کې دمرګ ژوبلوراپورونه نشته .ځیني راپورونه وايي چې دواړه خواوې له درنووسلوڅخه کار اخلي.دیادوني وړده چي دیوي میاشتي راهیسي پاکستان دافغانستان پرخاوره دګوشتي پر ولسوالي باندي تیري وکړی اوڅونوي دروازی یې په دغه سیمه کي جوړی کړی دي.
دننګرهارولایت خلکودپاکستان دغه ځمکني تیري وغاندي اوپه دي اړوند یې لاریونونه هم وکړله .
دننګرهارولایت دګوشتي ولسوالۍ نښته پاکستاني ځواکونوتاييدکړيده،خوافغان ځواکونه تراوسه پوري ددي جګړي په هکله رسنیو ته دقیق مالومات نه دي ورکړي.
دلراوبر ویب پاڼه به ددي نښتي په هکله تازه اونوي مالومات راټول کړي اودلوستونکولپاره به یې په راتلونکي کي وړاندي کړی.