د کندهار ولايت د امنيتي شورا په اوونيزه امنيتي غونډه کي د افغان ځواکونو قومندانانو ته سپارښتنه وسوه چي د فرامينو او احکامو په عملي کېدو کي دي جدي او رغنده ګامونه پورته کړي.
د امنيت شورا رئيس او د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال د افغان ملي امنيتي ځواکونو وړتياوي او سرښندني وستايلې خو، زياته يې کړه چي بايد د حکمونو او فرمانونو په پلي کولو کي خپله وظيفه لا ښه تره سرته ورسوي او د ټولو پر خلاف جدي عمل وکړي.
هغه زياته کړه چي افغان ځواکونه دي د ښار او ولسواليو په مختلفو ساحو کي وخت پر وخت عمليات وکړي څو مخالفينو ته هيڅ ارامه ساحه پاته نسي او همېشه د تيښتي او سيمو پرېښودلو په حالت کي واوسي.
د نن په امنيتي جلسه کي د جمهور رئيس د فرمان او د ملي امنيت شورا د پرېکړي سره سم، ښارته د داخلېدونکو دروازو د ټکس په اړه هم بحث وسو او په دغه برخه کي له ملي پوليسو د لازياتي همکارۍ او همږغۍ غوښتنه وسوه.
د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د نن په غونډه کي وويل چي تېره اوونۍ يې له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه او خپلواک عمليات کړي چي پرمهال يې ٧ تنه وسلوال مخالفين وژل سوي، ٧ تنه زخميان سوي او ١٤ نور ژوندي نيول سوي دي.
هغه زياته کړه چي په دغو عملياتو کي ٧١ مختلف النوع ماينونه هم کشف او د ملي اردو او ملي امنيت د انجينري ټيمونو لخوا شنډ سوي دي.
نوموړي يادونه وکړه چي پوليسو يې په عملياتو کي يو تن ځانمرګى بريد کوونکى هم له خپلو چاوديدونکو توکو او مهماتو سره يو ځاى وژلى دى.
د امنيت امر همداراز يادونه وکړه چي د وسلوالو مخالفينو څخه يې ٤٠ پايې مخابرې او ١٤ عدده ريموټ کنټرولونه هم کشف او ضبط کړي دي.
په کندهار کي د سرحدي پوليسو د دريم زون استازي د نن په امنيتي مجلس کي وويل چي د پاکستان سره نژدې د ډيورنډ پر کرښه يې د مخالفينود کنټرول او د هغوى د هڅو د محدودولو لپاره خپلي هڅي زياتي کړي او په دې لړ کي يې تېره اوونۍ ٢٠ کړۍ ماينونه کشف کړي دي.
هغه زياته کړه چي دوى د ماين موندني په برخه کي له خورا لږو امکاناتو برخمن دي خو په خبره يې چي د هغه سره سره يې بيا هم هره اوونۍ لسګونه کړۍ ماينونه موندلي او په دې توګه يې د سلهاوو افغانانو ژوند ژغورلى دى.