کور / تازه خبرونه / د ارغسان له پاره د طالبانو نومول سوى اولسوال ووژل سو

د ارغسان له پاره د طالبانو نومول سوى اولسوال ووژل سو

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ارغسان اولسوالي کي ئې يو وسله وال وژلى .
چارواکي وايي چي ياد کس د دې اولسوالۍ له پاره د وسله والو له خوا نومول سوى اولسوال وو چي نصيب الله نومېږي او نن ورځ د يادي اولسوالۍ د پڅکۍ په سيمه کي د افغان حکومت له لوري ووژل سو او ترڅنګ ئې دوه نور ملګري ووژل سول.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.